کور / z_buitenland_news -- 5 / خالد مشعل: اسرائيلى پوځي ايله كوو، خو چي غوښتني ومنل سي

خالد مشعل: اسرائيلى پوځي ايله كوو، خو چي غوښتني ومنل سي

 


خالد مشعل



د حماس د اسلامي ډلي جلا وطنه مشر خالد مشعل له يوه اروپايي ټلوېزون سره په مركه كي وويل چي د اسرائيلي پوځي ګيلاډ شالټ د نه خوشي كېدو پړه د اسرائيلي صدراعظم يهود اولمرت پر غاړه ده.
نوموړى وايي تر هغه وخته چي اسرائيلي حكومت فلسطيني بنديان خوشي نكړي، ګيلاډ شالټ به له دوى سره وي.
نوموړى وايي د مصر د حكومت په منځګړتوب يې له اسرائيلو سره د فسلطيني بنديانو په بدل كي د دغه پوځي د خوشي كېدو موافقه وكړه، خو اسرائيلو تر اوسه فلسطيني بنديان نه دي خوشي كړي.
د يادني وړ ده چي ګيلاډ شالټ دوه كاله دمخه د غزې په سرحدي سيمو كي ګزمه كول، چي د حماس د مجاهدينو له خوا ونيول سو.