کور / کتاب / “د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” او “فلسفي درسي بنسټونه” چاپ شول.

“د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” او “فلسفي درسي بنسټونه” چاپ شول.

پېښور: د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا د مرکز لخوا د پښتو ژبې د کتابونو د خپرېدو په لړ کې دا ځل د يو نوي نوښت له مخې د ارواښاد قدرت الله حداد د دويم تلين په مناسبت د نوموړي ارواښاد په قلم ليکل شوى “د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” نومي کتاب په دريم ځل د لوستونکو د تاريخي زده کړې لپاره وړاندې کړ، چې په دې کتاب کې د ملي تاريخ فلسفې او د پښتونولۍ پر بېلا بېلو اړخونو رڼا اچول شوې ده. په دې کتاب کې د پښتونولۍ په درې شپېتو آرونو په ځانگړې توگه څېړنه شوې چې کام، کامولي، مشر، خان، سپين ږيرى، ميلمه پالنه، تيږه، روغه، ننواتې، شمله، ټکرى، پلو، گريوان، نارينه او نارينتوب او داسې نورې غوره بېلگې په گوته کولى شو چې لوستونکي ته د پښتونولۍ آرونه په ښه توگه روښانوي. دويم کتاب چې فلسفي درسي بنسټونه نوميږي قاضي حفيظ الله ښاد جبارخېل او ضياالله ازهري په گډه ليکلي دى او د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز لخوا د پېښور پوهنتون د تدريسي کتاب په توگه چاپ او خپور کړى چې پښتانه محصلين ترې د فلسفې په برخه کې غوره معلومات ترلاسه کولى شي. نوموړى مرکز دغه دواړه کتابونه په وړيا توگه مينه والو ته وړاندې کوي.د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي” په لينک لوستلى شئ
دغه کتابونه په پېښور کې د ساپي له مرکزڅخه ترلاسه کولاى شئ
گل حاجي پلازه، څلورم منزل ،٤٠٩ کوټه پېښور يورنيورستي روډ

http://scprd.com/khabartya_show.php?id=273