کور / تازه خبرونه / افغان پوځ ديارلس پاكستاني سرحدي پوليس ووژل

افغان پوځ ديارلس پاكستاني سرحدي پوليس ووژل

په پاكستاني ميډيا كي خپاره سوي خبرونه وايي د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ په نښته كي ۱۳ پاكستاني پوليس وژل سوي دي.
رپوټونه وايي تېره شپه افغان پوځيانو د مومند ايجنسي د سرحدي سيمي پر چوپاړه چيك پوسټ باندي حمله كړې چي له امله يې د پوليسو د مشر تورن اكبر په ګډون ۱۳ تنه وژل سوي دي.
پاكستاني مطبوعاتو د پېښي علت نه دئ په ګوته كړى او نه هم تر اوسه افغان حكومت په دې اړه څه ويلي دي.