مايكل مولن: قبايل د امريكا ګټو ته ګواښ دي

34 | جون 11th, 2008



امريكا وايي د پاكستان په قبايلي سيمو كي مېشت بنسټپالي د دوى ګټو ته ګواښ دي او په وار – وار يې بريدونه ورباندي كړي دي.
د امريكاد لوى درستيزوالۍ يوه چارواكي مايكل مولن دغه خبري په واشنګټن كي د يوه خبري كنفرانس پر وخت وكړې.
هغه ادعا كوي چي د قبايلي سيمو اوسېدونكي له القاعده شبكې سره ټينګي اړيكي لري چي له امله يې د امريكا ګټي له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي وويل د دغو كسانو په وړاندي بايد جدي ګامونه اوچت سي، ځكه دوى د پاكستان جمهوري حكومت ته هم خطر پېښ كړى دئ. 

Copyright Larawbar 2007-2024