پاكستان: د الوتكو بريد ۱۳ تنه مړه او ډېر ژوبل كړل
د زينها آژانس په حواله:
په هغه حمله كي چي تېره شپه د مومند ايجنسي پر دوو كلو باندي سوې ۱۳ پاكستاني پوليس مړه او د ۴۰ څخه تر ۱۰ پوري كسان ټپيان سوي دي.
د چين د زينها آژانس د پاكستاني مطبوعاتو په حواله خبر وركړ، چي تېره شپه دوو الوتكو د افغانستان له خاوري پر د مومند ايجنسي پر دوو كليو بمبار وكړ چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله رامنځته سوه.
خو د پاكستان د جنګ ورځپاڼي تر دې مخكي خبر وركړ، چي د مومند ايجنسي د پوليسو پر يوه سرحدي پوسته باندي د افغان پوځيانو د بريد له كبله ۱۳ پاكستاني ساتونكي وژل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه افغان حكومت او د ناټو هوايي ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.