کور / تازه خبرونه / كاناډا په كندهار كي د اوبو بند او ښوونځي جوړوي

كاناډا په كندهار كي د اوبو بند او ښوونځي جوړوي


د كانا حكومت په پلان كي لري چي د كندهار د دالې بند له سره ترميم كړي، دا بند په افغانستان كي دوهمه ستره زېرمه ګڼل كېږي، له اوبو څخه يې د كندهار په زرونو هكټاره ځمكي خړوبېږي.
همدا راز د كاناډا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ايميرسن اعلان كړى چي ۷ميليونه افغان ماشومانو ته به د پوليو ضد واكسين وركړي او د كندهار په شاوخوا سيمو كي به نوي مكتبونه هم  جوړ كړي.
كاناډا وايي د كندهار د دالې بند به تر ۲۰۱۱ كال پوري د ۵۰ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت ترميم سي.
د كاناډا د چارواكو په وينا دغه مرستي په افغانستان كي د خپلو هغو ۸۵ سرتېرو د ياد ساتلو په خاطر كوي چي په افغانستان كي يې له طالبانو سره په جنګ كي خپل ژوند له لاسه وركړى.