کور / تازه خبرونه / بلوچستان کې پراسپانوي سیلاني برید شوی دی

بلوچستان کې پراسپانوي سیلاني برید شوی دی

کوټه : دبي بي سي د خبر له مخې په بلوچستان ایالت کې پر اسپانوي سیلاني برید شوی دی. د چارواکو په وینا دغه برید کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ۶ سرتېري وژل شوي دي.اسپانوی سیلانی له ایرانه د سایکل په وسیله د پاکستان بلوچستان په مستونګ سیمه کې تر برید لاندې راغلی.د مستونګ سیمې یو ځايي چارواکي محمد اعظم وویل، درینګړ سیمې ته نژدې نامعلومو وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ.برید کې یو برید ګر او شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. چارواکي وايي د برید ځای ته نور امنیتي ځواکونه هم استول شوي دي، چې د بریدګرو لټون کوي.برید کې سیلانیان هم ټپي شوي دي. سیلانیان او ټپي سرتېري د مرکزي ښار کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي.”د مستونګ سیمې یو ځايي چارواکي محمد اعظم وویل، درینګړ سیمې ته نژدې نامعلومو وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ.”ځايي چارواکي وايي پېښه په غرنۍ سیمه کې شوې او هلته مخابراتي اسانتیاوې هم نه شته، چې له کبله یې کره معلوماتو تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي