کور / خبرتیا او پيغامونه / د کندهار پوهنتون خبرتیا!

د کندهار پوهنتون خبرتیا!

د مکاتبو او مدرسو د ١٢ ټولګيو هغو فارغينو چي مخکي ئې د کانکور لپاره نوم ليکنه کړې وي خبر ورکول کېږي، چي د کانکور ازموينه ئې په کندهار پوهنتون کي اخيستل کېږي.
د کارټونو د ترلاسه کولو په موخه دي د سلواغې د مياشتي پر څلرمه او پنځمه (جمعه او شنبه) د سهار له ٩ بجو څخه د مازيګر تر ٥ بجو پوري د کندهار پوهنتون د محاصلانو چارو معاونيت ته د خپلي تذکرې سره حاضر سي.