کور / خبرتیا او پيغامونه / زادالراحلين و تنبيه الغافلين چاپ سو

زادالراحلين و تنبيه الغافلين چاپ سو

ځوان شاعر خليل احمد ( څارن) لويه توره کړې ده.
څارن صاحب د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ د يوداسي شاعر ( مولانا شاه
پسند) د شعر جونګ ( زادالراحلين و تنبيه الغافلين) له قلمي بڼي څخه کتابي
بڼي ته اړولى دى.
همدارنګه يې د ژوندليک، سموون او سريزي ليکلو زيار هم ګاللى دى.
مولانا شاه پسند هغه شاعر دى، چي د پښتانه شعراء په درېيم ټوک کي علامه
رشاد بابا هم ياد کړى دى.
ياد شعري جونګ ١٨٤ مخونه لري، چي په کندهار کي د مکتبيه معصوميه لخوا خپور سوى دى.
ګران خليل احمد ( څارن) ته د لانورو داسي درناوي وړ خدمتونو هيله کوو.