کور / خبرتیا او پيغامونه / د شاهد نعيمي پر مړينه د سفما اعلاميه

د شاهد نعيمي پر مړينه د سفما اعلاميه

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما)مطبوعاتی اعلامیه

ددلو۶مه / ۱۳۹۲ کال
په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړچه دنوا راډیوکارکونکی محترم شاهد نعیمی د کابل په کارته نو سیمه کی په ننی ځانمرګی بریدکی چه دملی اردو په موتر تر سره شوی په شهادت رسیدلی ده .
قالو انالله واناالیه راجعون.
سفما افغانستان مشرتابه هییات پدې سترغم او ماتم کی ځانونه دنعیمی صاحب دکورنئ سره شریک ګڼی.،اود درنی کورنی ته تسلیت او دلوی ځښتن تعالی ج ددباره څخه دصبراوزغم غوښتنه اودعا کوی. آمین
سفما افغانستان دنعیمی وژل په سختو ټکو غندی او د کابل د ولایتی چارواکو نه په کلکه دداسی حملو دمخنوی غوښتنه کوی تر څو په اینده زمونږ هیوادوال دداسی حملو ښکارنه شی. دنن نه دوه ورځی مخکی هم نوراحمد نوری په هلمند کی په مرموز ډول په شهادت رسیدلی ده.
سفما افغانستان دژورنالستانو پروړاندې دتاوتريخوالي دکچې لوړوالي ته په کتو له مسوولو دولتي کسانو غواړي ،چې په هېوادکې درسنيو دفعاليتونو دخونديتوب لپاره لازمې طرحې وړاندې کړي او بايد په لاره واچول شي، دسويلی اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن ( سفما) همدارنګه داطلاعات اوفرهنګ وزارت خاموشي هم پوښتنې پيداکونکې بولي.
موږ باور لرو ،چې که چيرې داطلاعات او فرهنګ وزارت دخبريالانو پرضد دتاوتريخوالي دکونکو پرضد قانون پلی کړي نو هرهغه څوک ،چې دخبريالانو پرضد په تاوتريخوالي لاس پورې کوي دهغه په پايلو باندې هم بيا فکر کوي

په درنښت
محمد ضیاء بومیا
په افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) مشر