کور / اسلامي / د فقه په تدوين کې امام ابوحنيفه رحمه الله ته د لومړيوالي شرف او وياړ

د فقه په تدوين کې امام ابوحنيفه رحمه الله ته د لومړيوالي شرف او وياړ

د فقه په تدوين کې امام ابوحنيفه رحمه الله ته د لومړيوالي شرف او وياړ

په امت کې د فقه د ترتيب او د هغې استنباط او استخراج په ميدان کې امام ابوحنيفه رحمه الله ته د اوليت شرف ورپه برخه دى ، له امام ابوحنيفه رحمه الله نه مخکې په عام ډول د خلکو دار ومدار په حافظه باندې ؤ ، امام مالک رحمه الله هم پدې سلسله کې د هغه پيروان دي ، ابن حجر شافعي رحمه الله نقل کړي دي چې :

انه اول من دون علم الفقه ورتبه ابوابا و کتابا على نحو ما هو عليه اليوم و تبعه مالک (رحمه الله) فى مؤطاه ومن قبله انما کانوا يعتمدون على حفظهم ( الخيرات الحسان صفحه ٣١)

ژباړه: امام ابوحنيفه رحمه الله لومړنى هغه شخص دى چې علم فقه يې تدوين کړيده په بابونو او فصلونو يې ويشلې ده. لکه څنګه چې نن هم په هغه څير پاتې ده، او امام مالک رحمه الله په خپله موطا کې د امام ابوحنيفه رحمه الله پيروي کړيده. له امام ابوحنيفه رحمه الله نه ړومبى د خلکو اعتماد په حافظه باندې ؤ