کور / اسلامي / د ښځو د حيض ( ماهوارۍ) کمه او زياته موده څو ورځې ده ؟

د ښځو د حيض ( ماهوارۍ) کمه او زياته موده څو ورځې ده ؟

د ښځو د حيض ( ماهوارۍ) کمه او زياته موده څو ورځې ده ؟

د حيض موده : د حيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (مرض دی ) .

اسلامي شريعت زياته موده لس ورځې ټاکلې ده چې دا موده د هرې ښځې په عادت پورې اړه لري ځنې په څلورو ورځو ځنې پنځو ورځو او ځنې په اوو او يا لسو ورځو کې پاکيږي بس د هر چا د عادت موافق هر وخت چې پاکې شي غسل به کوي او عبادت به شروع کوي ، داسې نه چې پاکي په پنځو ورځو کې حاصله شوې وي او ښځه تر لسو ورځو جنوبه ګرځې عبادت نه کوي په دې ګمان چې د حيض لس ورځې پوره شي.

او کله چې وينه تر لسو ورځو زياته شي نو دا وينه د حیض حکم نه لري بلکي مرض دی ښځه به غسل کوي ، لمونځ ، روژه ، جماع کول جايز دي ، د معذور حکم لري د هر لمانځه د پاره به ځانته اودس کوي .

و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم