کور / اسلامي / د فقهې تدوين او د مسايلو خپريدل

د فقهې تدوين او د مسايلو خپريدل

د فقهې تدوين او د مسايلو خپريدل

د فقهې کوم کار چې د امام ابوحنيفه رحمه الله تر نظارت او کتنې لاندې تر سره شوى ؤ هغه له اړتياوو او د وخت له غوښتنو سره سم ډيريدو او خپريدو ، په هيڅ منزل باندې هم دريدلى ندى او داسې کيدل هم پکار ؤ، ځکه چې انساني ضرورتونو نوي نوي بڼې غوره کولي، او له نويو پيدايښتونو سره به نوي مسايل راټوکيدل، او انشاء الله دا لړې به تر قيامته پورې روانه وي او دا وجه ده چې په حديثو کې د فقهې ډير فضيلتونه بيان شوي دي.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوږ ارشاد دى چې : من يريدالله به خيرا يفقه فى الدين …… انما انا قاسم و الله يعطي (متفق عليه ، مشکوة کتاب العلم صفحه ٣٢)

الله جل جلاله چې چاته د بهترې اراده وکړي په دين کې هغه پوه وګرځوي او زما کار يواځې ويشل دي .په حقيقت کې ورکړه او اعطاء د الله جل جلاله کار دى.
په دې حديث شريف کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې په فقاهت ، استخراج او د احکامو په راويستنه کې بصيرت يو الهي فيضان دى . انساني عمل ته په دې کې دخل نشته د قدرت له لوري دا فيضان په هغو بندګانو کيږي په کومو چې د ده پيرزوينه و