کور / روغتيا / د سترگو رپيده

د سترگو رپيده

د انسان د بدن تر ټولو چټکه حرکي عضله هغه برخه ده چي سترګي په پټيږي او د سترګو د رپېدو باعث ګرځي. په پښتو ژبه کي دغه عضلې ته د سترګي جیږمه وایي. د جیږمي په واسطه تاسي په یوه ثانیه کي پنځه سترګکونه وهلای سئ. په اوسط ډول هر عادي انسان په یوه ورځ کي 15000 واره سترگي رپوي چي په یوه دقیقه کي تقریباً تر 10 ځله ډیر او په یوه کال کي تر پنځه میلیونه ځله زیات سترګکونه کیږي. انسانان د خبروکولو په پرتله زیات سترګي رپوي. ښځي تر نارینه وو ډیر سترګي رپوي. ماشومان د لویانو په پرتله لږ، یعني په یوه دقیقه کي دوه یا درې واري سترګي رپوي.
په سترګو کي داسي غدې سته چي اوبه (اوښکي) ترشح کوي. جیږمي همدغه اوبه د سترګو پر سطحه خپروي او ځکه نو د رپیدو په واسطه هغه نمجني کیږي. که چیري د یو ګړي لپاره تاسي سترګي و نه رپوئ نو حتماً مو سترګي وچیږي بلاخره تاسي دې ته مجبور کیږئ چي باید حتماً سترګي و رپوئ. د بیلګي په ډول، اکثره وخت زموږ ماشومان او آن ځیني لویان هم دسترګو جنګولو لوبه کوي. دوئ په دې لوبه کي یو د بل سترګو ته تر هغه وخته پوری ګوري تر څو چي بلاخره یو د دوئ څخه دې ته مجبور سي چي باید سترګي ورپوي. هر څوک چي سترګي ورپوي نو لوبه د هغه په تاوان او د مقابل طرف په ګټه تمامیږي. د سترګو رپول یو حیاتي ضرورت دئ او پرته له استثنا څخه ټول انسانان او حیوانان د خپل فطرت اوعادت له مخي په عادي عالت کي سترګي رپوي.
له بلي خوا، باڼه و سترګو ته د ډیرو تخریش پیداکوونکو موادو(لکه دوړي، خاوري، ریګ او داسی نورو…) د داخلیدو مخه نیسي. کله چي تاسي د یوه شي څخه و بل شي ته سترګي اړوئ نو حتماً مو سترګي رپیږي. دا رپیده د سترګي سره مرسته کوي چي خپل د هدف ټکی بدل کړي.
په حقیقت کي، کله چي سترګي پر یو شي باندي د ډیر وخت لپاره متمرکزي سي، د سترګو د رپیدو سرعت تقریباً په یوه دقیقه کي د 4-3 ځله ته را کمیږي (لکه د مطالعې په حالت کي). همدغه یو لوی علت دئ چي د مطالعې په وخت کي سترګي وچیږي او ژر ستړي کیږي. نو د مطالعي په حالت کي باید سترګي زیاتي ورپول سي.
البته حیوانان هم سترګي رپوي. بعضي مرغان یوازي د سترګو لاندنۍ جیږمه لري. اما کوتري د سترګو پورتنۍ او لاندنۍ جیږمي دواړي لري. کبان (ماهیان) او حشري جیږمي نه لري. د هغوئ سترګي د یوې سختي عدسیې پواسطه پوښل سوي دي.
زردکي د سترګو دید ډیروي. د سترګو د قوي کیدو لپاره زردکي ډیري مؤثري او ګټوري دي. ویټامین A د شب کورۍ د ناروغۍ مخنیوی کوي او زردکي د همدې وټامین یوه غني منبع ده.