کور / تازه خبرونه / سرتاج عزیز :دپاکستان دطالبانوپرضد به اقدامات ترسره کړو

سرتاج عزیز :دپاکستان دطالبانوپرضد به اقدامات ترسره کړو

واشنګټن:دپاکستان دلومړي وزیر سلاکار وویل د اساسي قانون داحترام نه کونکو طالبانو پرضد داقداماتو د ترسره کولو ضرورت شته او دټولو خارجي ترهګرو پرضد به زور وکاروو او ددغه کار لپاره به دسیاسي ګوندونو اعتماد ترلاسه کړې شي .دپاکستان دلومړي وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز دامریکا د واشنګټن د اسکول اف ایډوانسډ سټډیز کښې په یوې وینا کښې وویل دپاکستان په قبایلي سیمو د امریکا دبې پایلوټه الوتکو دحملو له کبله مشکلات شته او په دغو حملو کښې دملکي خلکو د وژل کیدا په و جه مشکلات په زیاتیدا دي او پاکستان دبې پایلوټه الوتکو د حملو په باره کښې پاکستان له امریکا سره دوه اړخیزه ملګرتیا غواړي .دپاکستان دلومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل دافغانستان د راتلونکي په باره کښې اټکل کول مشکل کار دی خو پاکستان په افغانستان کښې په پراخه سوه د پخلاینې د پروسې غوښتونکی دی .هغه وویل په افغانستان کښې دکورني جنګ زیات امکان نشته او هلته سرزوري شته چې کنټرول کیدلای شي .سرتاج عزیز وویل چې په افغانستان کې د زور په و سیله قدرت ته د‎طالبانو رسیدل به دپاکستان په ګټه نه وي . دپاکستان دلومړي وزیر سلاکار سرتا ج عزیز وویل دافغانستان طالبان له حکومت سره غیر رسمي تماسونه لري خو طالبان اوس په سیاسي بهیر کښې د ګډون کولو غوښتونکي نه دي او امکان شته چې په افغانستان کښې له شفافو انتخاباتو وروسته طالبان خبرو ته تیار شي