کور / شعر / زه څوک یم

زه څوک یم

لکه د ګل خوشبویی نه لرمه

لکه بورا رسوایی نه لرمه

لکه ماښام او سهار ښکلۍ نه یم

لکه دریاب سرکشی نه لرمه

خیر که ځنګل کی جګه ونه یمه

لکه زمری پادشاهی نه لرمه

لکه وږمه یم د بهار په ګلو

لکه ساقی خوش رنګی نه لرمه

لکه خالد یم وچ کلک سیند په ژمی

غرور په شان ازلی نه لرمه

د جنوری ۲۷ ، ۲۰۱۴
مونتری، کالیفورنیا