زابل دپولیسو دشمیر دکموالي له امله چارواکی دټاکنو پر امنیت باوري نه دی

جاويد احمد تنوير | فبروري 3rd, 2014


دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایی راتلونکو ټاکنو لپاره دسرتیرو دشمیر کموالي په اندیښنه کی اچولی ، نوموړي وایی ددی ولایت دپولیسو او اوردو دسرتیرو شمیر کم دی او دغه ولایت دټاکنو تیري پروسی ته په کتو درایو ورکولو دمحلونو او مرکزونو شمیر زیات شوی دی نو ځکه دغه سرتیری به دټولو سیموامنیت ونشی نیولای ، نوموړی زیاتوی چی هڅه کوي ترڅو دمرکزي اداري په مرسته دغه ستونزي ته دحل لاره پیدا کړي
دسیمي یوشمیر اوسیدونکی هم دامنیتي ستونزو یادونه کوي ، دوي وایی که چیرته په ولسوالیو کی دخلکو لپاره امنیتي چاپیریال برابرشی نو ټوله اماده دي چی په ټاکنو کی برخه واخلي
په زابل کی محلي چارواکی پداسی حال کی دټاکنو لپاره دخپلو سرتیرو دکموالي یادونه کوی چی دغه ولایت دمساحت له مخي یو پراخ او سرحدي ولایت بلل کیږي او دولت په هغه اندازه سرتیري ندی ځاي پرځاي کړي څومره چی یی اړتیا ده ،

Copyright Larawbar 2007-2024