کور / تازه خبرونه / حکومت او طالبانوکمیټۍ نن په اسلام اباد کې غونډه کوي

حکومت او طالبانوکمیټۍ نن په اسلام اباد کې غونډه کوي

اسلام اباد:دحکومت اودپاکستان طالبانو تحريک لخوا دجوړې شوي کمیټۍ غړي نن په اسلام اباد کښې غونډه کوي .دغه پريکړه د دطالبانو لخوا د نومول شوي کمیټۍ دیوه غړي مولانا سمیع الحق او دحکومت لخوا دجوړې شوي کمیټۍ دیوه غړي عرفان صدیقي ترمینځ له ټیلي فوني خبرو وروسته شوي ده .دپاکستان دجمعیت علمای اسلام دسمیع الحق څانګې مشر مولانا سمیع الحق دحکومتي پلاوي غړي عرفان صدیقي ته وویل چې دوې دسولې دپروسې په باره کښې جدي دي .مولانا سمیع الحق دغه راز د پوځ له پخواني چارواکي ډګرمن عامر سره هم خبرې وکړې .مولانا سمیع الحق خبریالانو ته وویل چې ځينې کسان به دسولې دپروسې دله مینځه وړلو لپاره ډیرې هڅې وکړي .دپاکستان دحکومت په استازیو کښې عرفان صدیقي ، دپوځ پخوانی چارواکي متقاعد میجر عامر ، خبریال رحیم الله یوسفزی او رستم شاه مومند او دغه راز دطالبانو لخوا په نومول شوي پلاوي کښې مولانا سمیع الحق ، پروفیسر ابراهیم، مفتي کفایت الله ، مولانا عبدالعزیز او عمران خان شامل دي .خو دپاکستان دتحریک انصاف ګوند دطالبانو لخوا په نومولو شوي کمیټۍ کښې له ګډون څخه پښیمانه کیدل اعلان کړي دي.دغه راز دپاکستان طالبانو ډلې ویلي دي له حکومت سره دخبرو په کمیټۍ کښې ژر دوه (۲)نور کسان اوریا اقبال چې خبریال دی او دنیوز ورځپاڼې بل مشهور خبریال انصار عباسي شامل کړي .دپاکستان طالبانو ډلې دسولې دخبرو په پروسې کښې دفضل الرحمان دجمیعت علمای اسلام څانګې په برخه نه اخیستلو خواشينې وښودله او ویې ویل فضل الرحمان حتی په خپل ځان هم باور نه لري