خبره ولاړه ډنډوره سوه!

د لراوبر اداره | فبروري 3rd, 2014


دامنیتي تړون پر سر دافغانستان او د متحده ایالاتو تر مینځ دومره زیات
اختلافات را ټوکېدل، نه د اوباما د ادارې خوښه وه او نه هم د کرزي او نه
به يې هم غوښتل.
د اوباما د ادارې په اند: لکه څنګه چي په تیرو وختو کي د څه چون وچرا
پرته د کرزي ادارې ډول ډول تړونونه لاس لیک کړي، دا ځل به هم هغسي کیږي.
اما بل آړخ ته بیا کرزی صاحب پدې اند وو، چې د لاسليک د نه کولو د خبرو
له امله به یو څه ډېر شی تر لاسه کړي،د کرزي صاحب په وینا چې د لويی جرګې
په تالار کښې یې وکړه”..افغانانو جنګونه ګټلي ، لیکن سیاستونه یې بايللي
دي.” سیاست به وکړو. د تړون نه لاسلیکول که څه هم ډیر ناوخته یو ګام
اخستل دي، اما یو پرځاي ګام دي. باید چی نه کرزي صاحب او نه هم
راتلونکۍ اولسمشر دغه تړون پر دغه چم لاسليک کړي.
دلته د تړون نه امضا کولو دلایل زما له انده دوه دي.
اول: د ځینوخلګو په اند د امریکایانو د راتګ سره به افغانستان ته یو ښه
اداره ، پرمختګ او خونديتوب راسي. خو سرچپه موږ د دوی په برکت په ټوله
نړۍ کي په رشوت کي اول نمره سو. د مالیې د وزیر زاخیلوال په وینا”..په لس
میلونه ډالرو کي یوازی دوه میلونه ډالره پر کار لګیږی. آته میلونه د رشوت
ښکار دي..”..
د دوی په پیرزوینې موږ په ولایاتونو کي څلور حکومتونه لرو:
(۱) د امریکایانو حکومت
(۲) د افغاني ادارې حکومت
(۳) د زورواکانو حکومت
(۴) د طالبانو حکومت
ګاونډیان يې دوني راته چاغ کړه چي تر پخوا لا سترګې کمري کمري کوي .
بې ګناه ښځي، ماشومان، سپینږیري او ځوانان په بمباریو او یا د کرزي صاحب
په وينا”..په بمی چاودنو کي د امریکایانو او یا د نورو هیوادو د څارګرو د
لاس لرلو له امله.” شهیدان کیږي،ښاريان او کليوال خو لا پرېږده چي د
چاپو له بیري خوب نسي کولاي .
دوم: کرزي صاحب اوس پښتو کړې ( چي تړون به نه لاسليکوم) زموږ د پښتو په
فلسفه کي (پښتو کول) یوه ډېره غټه معنا لري د یوه پښتانه څخه یو چا
پوښتنه وکړه، چي عمر دي څو کاله دی؟ پښتانه جواب ورکړئ چي شل کاله لس
کاله وروسته بیا هغه سړي پوښتنه ځیني وکړه چي اوس د څو کالو يې؟ پښتانه
بیا جواب ورکړئ، چي شل کاله! هغه سړي وویل چي لس کاله لمخه هم د شلو کلو
وي او لس کاله وروسته هم د شلو کلو یې؟ پښتون جواب ورکړئ چي دمړګي ګاي یو
وي(دا د کاکړو استيلا ده) معنا د پښتانه خبره یوه وي.
لکه څنګه چي د روسيې اولسمشر سوريې په اړه ترپایه د ‘بريد نه کولو’ پر
دریځ ټینګ ودریدئ، هم دغسي دریځ د درلودلو تمه ډېری افغانان له کرزي صاحب
څخه هم لري.
اوس چی ټولي نړۍ ته د تړون د نه لاسليکولو خبره رسوا سوه او ټولو ته زموږ
افغاني غیرت، وفا، وعده او پښتو هم ښکاره سوه. نو که چیري تړون خداي مه
کړه لاسليک کیږي دا به د نورو خیانتونو سره سره ‘د پښتو کولو فلسفې’ سره
هم یو لوې خیانت وي،نو ځکه یوار بیا تکرار وم، چي باید نه کرزی صاحب او
نه بل راتلونکۍ اولسمشر دغه تړون پر دغه چم لاسليک کړي..
هغه یوه لنډۍ ده چي وایې::
خبره ولاړه ډنډوره ســــــــــــوه
جانانه خپل کار دي کوه خپل به کومه

Copyright Larawbar 2007-2024