کور / تازه خبرونه / بلجیم میشتو افغانانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي له کاندیداتوری څخه خپل ملاتړ اعلان کړ .

بلجیم میشتو افغانانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي له کاندیداتوری څخه خپل ملاتړ اعلان کړ .

بلجيم ميشتو افغانانو په راونو ټاکنيزو سياليو کې د اشرف غني ملاتړ وکړ

بلجیم میشتو افغانانو پرون د ټاکنیزو سیالیو د شروع په ورځ د دې هېواد په پلازمينه بروکسل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه .
د بلجيم له بېلا بېلو ښارونو یو شمېر بلجيم ميشتي افغانان تېره شپه د دې هېواد په پلازمينه بروکسل کي سره را ټول شول او وروسته له یو لړ بحثونو دې پايلې ته ورسېدل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د نوماندانو په منځ کې وړ نوماند دی.
د غونډې ګډونوالو ډاکټر اشرف غنی احمدزی یوازينی کس وباله، چې کولای شي افغانستان له اوسني بحرانه وباسي، د دوی په وینا، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د هېواد د ابادۍ لپاره قوي پلانونه لري او دی د دی وړتيا لري، چې د افغانستان له شته امکاناتو په ګټې اخيستنې هېواد له اوسني اقتصادي بې ثباتۍ راوباسي.
دوی دا هم وويل، چې هېواد په تېرو دولس کالونو کې د بې ځايه مصلحتونو قرباني شوی او له دې وروسته داسي یو کس، چې په خپلو پرېکړو او تصميمونو کې جدي وي اړتيا لري، او د دې لپاره ډاکټر اشرف غني وروستي هيله ده.
د غونډي د ګډونوالو په وينا، ډاکټر اشرف غني د دې وړتيا لري، چي د نړيوالي ټولني سره د هېواد د ملي ګټو د ساتلو او متقابل احترام په بنياد اړيکي پرمخ يوسي او همدارنګه کولای شي، چې د هېواد په ابادۍ او رغوونه کې د نړيوالو رول لا ډېر کړي.

د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو په دې هوکړه وکړه، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ په موخه به د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې لويې غونډې جوړوي او دخپلو شته امکاناتو په درلودلو سره به هڅه کوي خلک په راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو کې وهڅوي، چې داکټر اشرف غني ته رايه ورکړي.
دوی همدارنګه پرېکړه وکړه، چې اولسمشری ته د ټاکنو د کمپاين پيل به د اروپا له پلازمينې بروکسله وکړي او لومړی به همدلته یوه لويه غونډه راوبولي.
په پای کې د ډاکټر اشرف غني په وجود کې د هېواد د ابادۍ، ښېرازۍ او تلپاتې سولې په دوعا ، غونډه پای ته ورسېده