کور / سياسي / دولسمشرۍ کاندیدانو ته وړاندیزونه

دولسمشرۍ کاندیدانو ته وړاندیزونه

دولسمشری لپاره دکاندیدانو دوي مناظري مي ولیدي چه نوماندانو پوښتنو ته ځواب وایه اوپه ضمن کي یی خپل پلانونه بیانول ، ډیر دخوښۍ ځای دی چه محترم دولسمشری نوماندان په یوه ډیره دیموکراتیکه اوازاده فضا کي دیوبل ترڅنګ دریږي اوسوالونو ته جوابونه وايي اوخپل پروګرامونه تشریح کوي .
موږ ولیدل چه محترم کاندیدان خپل کاري لومړیتوبونه په سرسري ډول بیانول چه په هغه کي مشخصي موخي او فعالیتونه چه دلاس ته راوړنو باعث وګرزي ښه وضاحت نه درلود ، اومعمولا کاندیدانو عامي خبري کولي چه مثلا لاری اوبندونه جوړوم ، فابریکي راوړم او بیکاري دمنځه وړم ، مګر پرستراتیژي یاتګ لاره نه ږغیدل اویاد پروژي پرلاس ته راوړني چه قابل داندازه ګیري وی څه نه ویل . مثلا که یوبندجوړوم نو څومره وخت به ونیسي ،څومره مځکه به تراوبو لاندي اوڅومره حاصلات به ترلاسه سي اوڅومره برښنا به تولید کړي .
زموږ محترمو کاندیدانو یوه هم ونه ویل چه زه به یوه بشپړه سرشمیرنه ترسره کړم ، سرشمیرنه دیو مملکت بنیادي ضرورت دی چه دهمدي سرشمیرني پراساس ټول عادي اوانکشافي پلانونه طرحه کیږي ، که یوڅوک دخپل کور دکسانو په شمیر نه وي خبر نو دی که کورته ډودي یوسي نوبه هغه ډودی یاترضرورت ډیره وي اویا لږ ، چه همدا اوس زموږ ګران افغانستان په دي ستونزه کي راګیردی ، پلان ګذاري موناقصه ده ، اوپه هره ساحه کي دمشکل سره مخ یو مثلا په یوه ولسوالۍ کي موږ کلینیک لرو چه ضرورت دروغتون لري ، په بله ولسوالۍ کي روغتون لرو چه هلته ترضرورت ممکن زیات وی ، په افغانستان کي سرشمیرنه تفریبا ۳۵ کاله پخوا د کمونستي نظام په وخت کي ترسره سوه چه هغه هم بشپړه نه وه ، ترهغه وروسته بیا کومه سرشمیرنه نه ده ترسره سوی ،اوټول پلانونه دتخمیني نفوس پربنیاد جوړیږي چه حتما دمشکلاتو ډک وي .
کاندیدان باید داوسني معارف پراصلاحاتو وږغیږي ، کیفیت په معارف کی ډیرکښته راغلی دی ګرچه کمیت تریوحده زیات سوی دی ، ددولسم ټولګۍ فارغ التحصیل دافغانستان په څلورخواو خبر نه دی ، املا اوانشا کي ستونزي لری ،مسلکي ښوونکي ډیرکم دي ، شاګردان ډیرغیرحاضري لری ، مراقبت اوتفتیش نه سته ،دمعلمینو لپاره مجازات اومکافات نه سته ، دجوړسووښوونځیو دتعمیراتو کیفیت ترسوال لاندي دی ، همدارنګه دلوړو تعلیماتو په وزارت کي ستونزي ډیري دی ،موجوده حکومت خو تفریبا په هرولایت کي پوهنتونونه تاسیس کړه خو لازم تعمیر نه لري ،استاد نه سته ،معیاري زده کړي نه سته اولابراتوارنلري ، دکانکور ازمویني خپل اهمیت دلاسه ورکړی دی .
موجوده حکومت یو ناروغ خصوصي سکتور رامنځ ته کړچه له ګټی یی تاوان زیات سو ښه مثال یی دکابل بانک دی ، هرچا ددوکانو پرسر په نامه روغتونونه جوړکړه چه صرف دعوامو دغولولو اوپیسو شکولو لپاره کار کوي .
دازاد بازار دنامه څخه سوء استفاده وسوه او دقیمتونو په لوړولو کي رقابت رامنځ ته سو او ترمنځ غریب اوبیچاره ولس تاواني سو . دنرخونو کنترول دمنځه ولاړ . تاجر دچین څخه بي کیفیته مالونه راوړه اوپه ګزاف قیمت يي خرڅ کړه ، دنورم اوستندرد اداره صرف دنامه لپاره سته اوددي بي کیفیته مالونو دراوړلو مخنیوی نه کوي .
نن ورځ دچاپیریال سا تنه یو لویه موضوع ده اونورهیوادونه وچاپیریال ساتني ته لومړیتوب ورکوی چه څه دول چاپیریال پاک وساتي اوپه څه دول کثافات راکم کړي اوپه درست ډول یی دمنځه یوسي او دهوا دککړتیا مخنیوی وکړي خو زموږ محترمو کاندیدانو په خپلو لومړیتوبونو کي هیڅ ذکر هم ونکړ .
دچښلو پراوبو باندي باید کاندیدان وږغیږي چه څه پلانونه لري ،وايي چه اینده نړیوال جنګ به پراوبو وي ،دچښلو پاکو اوبو ستونزه یوه دپاملرني وړ مسله ده په ښارونو کي ۷۰ فیصدا اوسیدونکي دپاکو اوبو په قلت اخته دي اوپه کلیوالي سیمو کی ۸۵ فیصده کسان صحي دچښلو اوبه نلري .
په لویو ښارونو کي دکانالیزاسیون سیستمونه نه سته ، چه دښارونو خرابي اوبو ته جریان ورکړي اودزیرزمیني اوبو دملوث کیدو باعث ونه ګرزي .
کاندیدانو داداري په اصلاح کي دپام وړ توضیحات ورنکړه ، مثلا اداري اوږده پروسیجرونه څه ډول لنډ اوموثره وګرزوی .
دتریاکو دکرلو دمخنیوی پربدیل اونورو موثرو تاکتیکونو پراستعمال باندي نوی لاري چاري بیان نه سوی .
ټول کاندیدان ومناظرو ته نه رادعوت کیږي بلکه هم هغه محدود کاندیدان لیدل کیږی . هیله مندیو چه ټول کاندیدان مدنظر ونیول سي .
اوس ولس په دیرومسایلو پوه دی . کاندیدان باید ډیر پاخه پلانونه دموثقو دلایلو سره یوځای بیان کړي او دسرسري اوعادي خبرو څخه تیرسي بلکه په اسنادو اوشواهدو وږغیږي ، ګرچه یو یادوه داسي کاندیدان سته چه ترلږ حده په ارقامو اوشواهدو باندي خپل پلانونه بیانوی مګر کافي نه دي.