په پېښورکې د امریکا د قنسلګرۍ یو مامورووژل شو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | فبروري 10th, 2014


پېښور: دتهران دراډيو د خبرله مخې په پېښور کې د امریکا د قنسلګرۍ یو پاکستانی مامور د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.، د پاکستان پولیسو ددې خبرې په اړه ووايل چې په پېښورکې د امریکا د قنسلګرۍ پاکستاني مامور، فیصل سعید د خپل کور مخې ته ددوو موټر سایکل سپورو وسله والو له خوا ووژل شو.په اسلام آباد کې د امریکا سفارت هم په یوه اعلاميه کې دغه خبر تایید کړی دی.د پاکستان د پولیسو د خبر له مخې، ۳۰ کلن فیصل سعید په پېښور کې د امریکا د قنسلګرۍ یو پخوانی مامور و، خو د امریکا سفارت څرگنده کړې چې سعید اوس هم د امریکا د قنسلگرۍيو فعال مامور و.تر اوسه پورې ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

Copyright Larawbar 2007-2024