کور / تازه خبرونه / د روزګان ولایت په دهراود ولسوالی کي بمي چاودني دوه ماین ښخونکي ووژل

د روزګان ولایت په دهراود ولسوالی کي بمي چاودني دوه ماین ښخونکي ووژل

دهراود غږ راډیو- روزګان
د دهراود ولسوال امین الله خالقي د سلواغي په ۲۴مه دهراود غږ راډيو ته وویل چي نن سهار وختي ۴بجي دوه تنه ماین ښخونکي چي غوښتل یي د یادي ولسوالی د شین غولي سیمي ته څیرمه د دیوانه ورخ او میاندو پر ګډ سرک تر یوه پلچک لاندي ماین ځای پر ځای کړي خو مخکي تر ځای پر ځای کولو ماین چاودنه وکړه چي له امله یي پخپله دواړه ماین ښخونکي ووژل شول
ولسوال خالقي وویل چي د پیښي له امله بل چاته زیان نه دی اوښتۍ
خالقي زیاته کړه چي د دواړو وژل شویو ماین ښخونکو جسدونه لمړۍ د پولیسو لخوا د دي ولسوالۍ د بازار جامع جماعت ته لیږدول شوي او بیا د دي ولسوالی یو تن قومي مشر ته ورکړل شول تر څو د وژل شویو کورنیو ته یي وسپاري
د پيښي په تړاو تر دي مهاله چا یا کومي ډلي څه نه دي ویلي.