کور / تازه خبرونه / د پولیو د واکسین تطبیق د روزګان په ولایت کي

د پولیو د واکسین تطبیق د روزګان په ولایت کي

دهراود غږ راډیو- روزګان
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار ، دهراود او شهید حساس ولسوالیو کي د پولیو واکسین د یو ماشوم په خوله کې د دوه څاڅکو واکسین په څڅولو سره د روزګان ولایت مقام مرستیال شیربادشاه اورګوني له لوري رسمآ پیل شو
په همدي مناسبت جوړي شوي غونده کې شیر بادشاه اورګوني وویل چي په هلمند ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته واقعه پيدا شوي ده نو دغه واکسین د روزګان په مرکز او دوي اړونده ولسوالیو دهراود او شهیداساس کې چې د پولیو ویروس د سرایت ویره شته د نوي زره ماشومانو لپاره چې عمرونه یي د پنځو کالو کښته وي پلي شي
ارګوني له ټولو مؤسساتو او رضا کارانو څخه مننه وکړه چی په دغه مهم او ملي پروګرام کي برخه اخلي
د روزګان د عامي روغتیا رئیس ډاکټر خان آغا میاخیل پخپلو خبرو کي وویل چی ګوزڼ یا پولیو درملنه نلري او یوازینۍ درملنه یي د ماشومانو واکسینول دي، ډاکټر میاخیل په یادو سیمو کي له ټولو میشتو کورنیو څخه وغوښتل چي خپل د پینځه کالو کښته ماشومان واکسین کړي او د واکسین د دي لړۍ په پلي کیدو کي له واکسیناتورانو سره پوره مرسته وکړي.