کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی او د هند خارجه وزیر کندهار ته راورسېدل

ولسمشر کرزی او د هند خارجه وزیر کندهار ته راورسېدل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د کابیني غړي د هندوستان له خارجه وزیر سلمان خورشید سره یو ځای کندهار ته راورسېدل.
د ولسمشر کرزي او هند د بهرنیو چارو وزیر راتګ ته له تیرو درو ورځو راهیسي کلک امنیتي تیاری نیول سوی دئ، چي پر کندهار ښار راسپرې ټولي لويي لاري د ټرافیکو پر مخ بندي دي.

کندهار ته د ولسمشر کرزي او سلمان خورشید د راتګ موخه په دغه ولایت کي د زراعت او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون پرانیستنه ښودل سوې ده.
د کندهار په ترنک فارم کي د زراعت او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د افغان حکومت په غوښتنه د هندوستان هیواد په مالي مرسته جوړ سوی دئ، چي نن به پرانیستل سي.
هندي رسنیو خبر ورکړی، چي سلمان خورشید به افغانستان د خپل سفر پر مهال په هرات کي د سلما بند او په کابل کي د افغانستان د پارلمان وداني هم پرانیزي، چي له څو کلونو راهیسي د هندوستان په مالي مرسته کار پر روان وو.
هندوستان په تیرو ۱۲ کلونو کي افغانستان ته د پرمختیايي پروژو دپاره دوه میلیارډ ډالره مرسته ورکړې، چي د سیمي تر بل هر هیواد ډېره ده.