کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دکتور رمضان بشردوست ته د امين الله دريځ پيغام

دکتور رمضان بشردوست ته د امين الله دريځ پيغام

ښاغلی دکتورصاحب رمضان بشردوست ،زما تاوده سلامونه اودرناوی به ومنئ .  


امين الله دريځستاسې څوکلنه روانه مبارزه  ښيي چې تاسې ديوه ژور احساس له مخې له خپل هېواد و خلکوسره مينه لرئ . دغه ټکي تاسې ته دخلکو په زړونو اوشعورکې ځانګړی ځای درکړی دی.  په بشپړ ډاډ سره ويل کېدای شي چې  دهمدغې مينې څپې به تاسې  ته دافغانستا ن په سياسي تاريخ کې ديوه رېښتيني ملي اتل په توګه ځای درکړي .


تاسې دافغانستان په تپه تياره کې ديوه ستوري غوندې وځلېدئ . په ډېرو بدواوترخوشرايطو کې دراز، راز  ښامارانو پروړاندې ودرېدئ او دخپلو بې اسرې اوبېوزلو پرګنو خوا مو ونيوه . پرکرغېړنو مالي اواداري امتيازونو مولاړې توکړې . دهېڅډول تېري ، تادا اوناروا پروړاندې چوپ پاتې نشوئ . له بدخشانه تر نيمروزه اوله هراته ترننګرهاره مو دژوبل ، ګرېوان شلېدلي اواسکېرلي انسان د ننګې غږ پورته کړ اودادی ديوه رېښتيني اوژمن انسان په توګه  داستبداد دنسکورولو له پاره يوانقلاب پرمخ بيايئ . همداسې چې تاسې په دغه انقلاب کې ځان دافغانستان په ټولووروڼو پرګنوپورې اړوند ګڼئ ، دافغانستان وروڼه پرګنې به هم تاسې دخپل ځيګر تر ټوټې کم و نه ګڼي .


څومره يې چې اورېدل کېږي ،ليدل کېږي اواحساسېږي ، هغومره ستر ټولنيز پرستېژ چې تاسې په تشولاسونو وګاټه ، زرمه برخه يې هم دهغه چا په برخه شوی نه دی چې دخروارونو شتمنيو خاوندان دي . داټکی دټولنپوهنې ديوې ارزښتمنې زده کړې په توګه خپل ځانګړی ځای مومي اوراښيي چې مانيز ځواک تر توکيز هغه څومره اغېزناک وپياوړی دی .


  په نړۍ کې بېلابېلې ټولنې دخپل جوړښت وپايښت له پاره خپل ځانګړي ارزښتونه لري . هېڅ ټولنه يا ملت له دغسې ارزښتونو پرته نه منځته راتلای شي او نه هم پرځای پاتې کېدای شي . هغه څه چې په نوموړي بهير کې دافغاني ټولنې دبنسټيز ارزښت په توګه پېژندل کېدای شي هغه « عاطفه » ده . افغانان دنړۍ په ګڼو ملتونو کې ترټولو عاطفي ملت دی . هرڅوک چې غواړي دافغانانوزړونه لاس ته وروړي اودوی ته په رېښتينې مانا خدمت وکړي ، تر هرڅه لومړی بايد له دوی سره عاطفي اړيکي ټينګ کړي . له عاطفي اړيکيو پرته په دې ټولنه کې ان ډېرسپېڅلي ارمانونه اوګټورې هيلې هم بري ته  نه رسېږي .


نن ورځ، پرلپسې ديماګوژي سياستونو په افغانانو کې دباورموندلوپوښتنه له سختو ستونځوسره مخامخ کړې . دادافغانانو رښته ( حق ) هم ده چې هرڅه ته دشک په سترګه وګوري  اودايې دسياسي شعوردپوخوالي يوپرمختللی پړاو هم ګڼل کېدای شي . نن تربل هرمهاله ډېره ګرانه ده چې سياسي خوځښتونه په ټولنه کې ځای ونيولای شي  اودخلکو ملاتړترلاسه کړي ، ان که داډول ملاتړ په سلوکې سل ددوی په ګټه هم وي .


تاسې ديوه نوښتګر ، خپلواک ، ناپېيلي اوناګوندي سياستوال په توګه په دې برخه کې ډېر ښه وځلېدئ او له خلکوسره دمخامخ پاکوعاطفي اړيکيود ټينګولو له لارې دهغوی  پراخ کورنی ملاتړ درسره شو. دغه عاطفي ملاتړ ترهر ډول نورو خيرنو بهرنيوامکاناتو ډېر ځواکمن وارزښتمن دی .


افغانان ويني چې تاسې ترهرڅه لومړی خپلې نفسي غوښتنې ترپښولاندې کړي اوداکار ټولنې ته دخدمت په لارکې ترهرڅه لومړنی اصل دی . ځکه، هغه چې دخپل نفس له لېوه نه يې غاښونه وېستلي نه وي اوبېوزلي انسان ته دخدمت په نامه سياست ته ورګډېږي  ، پرته له دې چې دخلکو غوښې اووينې وخوري بل ارمان نلري . له بده مرغه زموږ ټولنه ترډېره دهمداسې سياستوالو په منګولو کې ښکېل ده .


زه دسياسي لېوانو پروړاندې ستاسې دوياړلې مبارزې کلکه ننګه کوم اوديوه اصل په توګه پرهمدغه باوريم چې « په سياسي بوختياوو کې شتمنېدل په ټوله مانا خيانت دی » .


هيله ده په روان کړکېچ کې ستاسې ملي شخصيت  دافغانستان  دګټوساتلو هېوادنۍ ــ تاريخي دنده په برياليتوب سره بشپړه کړي  اوهغه چارې چې دافغاني ټولنې له پاره ترهرڅه بنسټيز ارزښت لري ؛دټولنيزې پوهې اوملي ستراتيژۍ په سر کې خپل اوچت ځای ونيسي .


هغوی چې دافغانستان اندېښنه يې په زړونو کې  ده ؛ دا دوه ټکي ډېرارزښتمن ګڼي :


۱ ) په اداره کې کلکه پوښتنه او جدي کنټرول


۲ ) په هېواد کې توليدي اقتصاد اوسراسري پوهنه


که موږ د همدغو پورتنيو ټکيوپر بنسټ ديوه سيستم  پرجوړولوبريالي شو ، د ټولو هغوناخوالو جرړې به مو وېستلې وي  چې نن ورځ ورسره لاس وګرېوان يو.


تاسې چې دهمدغه لوی ارمان له پاره مو شپه او ورځ پرځان يوه کړې  ؛ دډېرې ستاينې وړياست او زه مو په خپل وارد لوی زغم  وسترو برياوو هيله من . 


 بريالي دي وې ټول هغه ځواکونه چې ټولنيز درد يې سياست ته ورکاږي