کور / تازه خبرونه / مشهور خطاط عزيزالدين وکيلي پوپلزی په حق ورسېد

مشهور خطاط عزيزالدين وکيلي پوپلزی په حق ورسېد

 

د افغانستان مشهور خطاط او ليکوال د جون وړمه ورځ ۱۰ جون ۲۰۰۸ د ۹۰ کالو په عمر په کابل کي په حق ورسېد او جنازه يې پرون د جون ۱۱نېټه په کابل کي خاوروته وسپاره سوه .

افغان خطاط او رسام محمد اسحاق توريال وايي :دخدای بخښلي استاد وکيلي د خطاطۍ هنر په برخه کي زيات شمېر شاګردان روزلي دی او دخطاطۍ تر څنګ يې يوشمېر تاريخي اثار هم ډير مهيم بلل کيږي .

 د اطلاعاتو او کلتوري وزارت وياند حميد ناصري د ارواښاد عزيز الدين وکيلي پر مړينه خواشيني څرګنده کړه ، نوموړي وويل د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کي چي د استاد عزيز الدين وکيلي د ناچاپ اثارو له جملې د تاريخ يومهيم څېړنيز اثر ( تاريخ کابل باستان ) نوميږي په نژدې راتلونکي کي له چاپه راباسي .