کور / تازه خبرونه / كاناډايي پوځان له طالبانو سره خبري كوي

كاناډايي پوځان له طالبانو سره خبري كوي

 


د كاناډا د سنا مجلس يوې كمېټې كاناډايي ډيپلوماتان او په افغانستان كي مېشت پوځيان له طالبانو سره خبرو ته تشويق كړي دي.
د ثنا مجلس د ملي امنيت او دفاع كمېټه په يوه  خپاره سوي بيان كي وايي په افغانستان كي د دوى عمليات له يوه خطرناك چلنج سره مخ دي، چي بايد پاملرنه ورته وسي.
د سنا مجلس شپږ كسيزه كمېټه وايي كه په كندهار كي مېشت كاناډايي پوځيان او ډيپلوماتان پوهېږي چي له طالبانو سره خبري يې مثبتي پايلي لري ورته اجازه ده.
كاناډا وايي كه په افغانستان كي سوله راسي دوى به په ليري پرتو سيمو كي پرمختيايي پروژو ته فارغه سي او د افغان پوليسو د روزني دپاره به نور افسران هم ولېږي.
كاناډا په كندهار كي ۲۵۰۰ عسكر لري چي له ۲۰۰۲ كال راهيسي يې ۸۵ سرتيري له طالبانو سره په جنګ كي وژل سوي دي.