کور / نثر / ګل محمد ګلبیدار

ګل محمد ګلبیدار

 
 

ګلبیدارلکه بلبل په قیل وقال یم
هرسهار لکه بورا د ګل په سوال یم
د پتڼ مسلک مي خوښ دی د شپې ګرځم
دهرچا څراغ چي بل وي په خوشال یم

اوس هم دا څلوریځه وماته ډېرڅه راپه یادوي ، مقصد شل کلونه پخوا ته مي وړي ، د زړه د پخوانیو زخمونو د راسپړلو په اورنیو تناوونو کي د یوازیتوب او اوښکو تویولو په ملتیا مي نوو او ویرلړلو وختونو ته د ارمانونو په کفن کي ور حواله کوي ، مابه د دې څلوریځي د خالق په اړه د خوبونو او رنګونو تاج محل جوړولو ، همدا ډول به قرار،قرار د کندهاري مکتب د نورو شاعرانو د آثارو د لوستلو وسیله مي هم دا شاعر سو :

د آسمان پرمخ که یو هلال راخېژي
زما د یار پرمخ جوړه هلال ختلي
په لیدو کې د یوه هلال اختر سي
ګلبیدار خوشبخت جوړه هلال لیدلي

دا څلوریځه چي اوس هم کله را یادوم یایې چیري واورم نو د فارسي دا بیت هم اوس اکثر ورسره رایادسي

نه بزم آسمان و يك ذره در سماع
آن هم به كال دل نه فشانو آستين خويش

( د آسمانونو په ویړتیا کي یوه ذره په نڅاده، د هغې هم دومره ویړتیا په برخه نه سوه چي د زړه د اخلاصه خپلي وزري وغوړوي )
په اولین پلا په کال ۱۹۸۱ ء میاشتیزه (اولس کوټه ) کي (کندهاري شاعرانو نومي مجلې ته یو لنډه کتنه ) تر عنوان لاندي د سیال کاکړ یو تنقیدي لیک زه دې ته اړ ایستلم چي د کندهاري مکتب او ادب لوستلو ته پراخیتا هم ادامه ورکړم ، څومره مواد چي لاس ته راتلو دومره مي تلوسه زیاتېدله ، موثره ذریعه عبیدالله جان کندهاری و چي تر بل هرکندهاري سندرغاړي په لراوبر پښتنو کي یو ډول محبوبیت لري او دکندهار کلاسیک شاعري یې ګړندۍ هم ژوندۍ وساتله ، همدې جنون په ۱۹۸۵ ء کلونو کي د (سرانان) پلني اوږدې او یوې زړې هدیرې ته ورسولم ، لماسره (یوسف بابک) هم ملګری و ، یوه سپېره اوږده هدیره او یوه سپینه خېمه د قبرونو په منځ کي ولاړه د خېمې ومخ ته یو سپین ږیر وچ کلک سړی تر سریې سور د جېب دسمال تړلی و، ناڅاپه یې راباندي ږغ کړوراځه – راځه عصمت زهیره راځه .
( شعر د ملغلرو لاړ دی او لاړ پېیل خپل ترتیب هم خپل ترکیب غواړي ، شعریو غمی دی ، غمی چي په خاورو لړلی بازار ته وروړې هیڅ ارزښت او قیمت نه لري ، هم که داغمی ښه صفا سي په یو ښه ګوتمۍ کي وټومبل سي نوبه خورا قیمت او ارزښت پیدا کي)
حیران په دې وم چي ما په خپل ټول ژوند کي مخامخ سړی هیڅ تر دې وړاندي لیدلی نه و او هغه زه په رسمیت پېژندلم ، نومي قرار (بابک) ته وویل چي دا څوک دی ؟
بابک راته وویل چي همدا خو ګل ماما مطلب ګلبیدار دی ، وماته سمدستي د ګلبیدار دا غزل را یاده سوه :

چي دشپې توره کیږدۍ کوچیانو کوچ کړه
صبحګاه سپینه خېمه آسماني راغله
چي په نور یې ښایسته ټول جهان کۍ
سرنګون ورته ډیوه جهاني راغله
دا د زلفو تر هر تاریې عطر اوري
چي سهار تازه هوا ریحاني راغله
چي د ناز پرتخت دربار کړي توري سترګي
دنرګس اود شهلا ارزاني راغله
و سرو لبو تې رنګ زرده بتان ګوري
خار زده لکه لاله راماني راغله
ګلبیداره ! ساز وباز مجلس مخمور دی
چي د لال  و می پیاله خنداني راغله (۱)

دعبدالغفار بریالي د پوښتني په جواب کي یې راته وویل :
بریالی دومره کوچنی ( لاس یې دمځکي څخه څه پورته ونیولو ) و خو غټ کتاب به یې په غیږ کي ورسره و.
د ګلبیدار د عصر په راوروستیو کلونو کي په کندهاري مکتب کي که څه هم بریالی یو حکمداره ږغ و خو د ګلبیدار په څېر د سوز او څیري زړه بې برخي و.
صبګاه نالان بلبل خوشخوان ناره کړي
ګلبیدار بېدل کوګل سوزان ښکاره کړي
چي د زلفو نسیم تېر سي په چمن کي
مست په بوی یې سي هرګل ګرېوان پاره کړي (۲)

یا دا نادره څلوریځه
خوش نسیم وګل بازۍ ته سهار پاڅي
د غونچو پلو کي پورته ګلزار پاڅي
که د زلفو مسیحا دم باندي چوف کي
د کفنه به ژوندی ګلبیدار پاڅي

ګلبیدار له ډېرو کلونو څه د ستړي ژوند تر وروستۍ سلګۍ د سرانان په هدیره کي پاته سو ، هم پای دلته ښخ سو ، وروسته یې جسد کندهار ته یووړل سو، په دا وروستیو شپوکي یې کندهار داسي یادولو:
باغ وبوستان آباد بهارسې کندهار وطنه
سرسبز چمن ګل و ګلزار سې کندهار وطنه
خدای دي قبوله کړي دعا د ګلبیدار ستاپه باب
چي تل ترتله پر کرارسې کندهار وطنه

( اروښاد ګل محمدګلبیدار د غلام قادر زوی په ۱۲۹۸ لمریز کال کي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي وزېږېد ، لومړنۍ زده کړي یې د کندهار په شالمار ښوونځي کي تر لاسه کړې او بیا یې دکندهار رشیدیه منځنی ښوونځی ( د احمدشاه بابا لیسې پخوانۍ وداني) ولوست، کله چي په افغانستان کي د هوا پوهني اداره جوړه سوه نو ارواښاد ګلبیدار د هوا پوهني لومړنی کورس په کابل کي ووایه او تر بشپړېدو وروسته یې د افغانستان د لومړني متروپولوجسټ په توګه په کندهار کي دنده ونیوه او دهغه مهال د متروپولوجستانو په ډله کي دسرتن و:
ارواښاد ګلبیدار د لیکګرۍ او انځورګرۍ پر هنر هم ښه برلاسی هنرمند و او د دې تر څنګه د مذهبي کتابونو په لوستو هم بوخت و، دا مهال یې خال، خال شعر هم وایه چي ورو،ورو یې له شعر او تصوف سره مینه زیاته سوه ، په پای کي یې خپله دنده پرېښووه او له دنیایي چارو څخه ګوښه سو :
پر افغانستان د روسانو تر تېري وروسته یې کډه پر شا او د کوټي په سرانانو کي یې واړول ، دسیمي او شاو خوا خلکو مینه ورځ په ورځ ورسره زیاتېده او تل به یې مینه وال پر را مات ول، د ده نوم هم ورځ په ورځ خپرېدی ، دوه ځلي د بي بي سي راډیو لخوا مرکې ورسره وسوې :
دی د کندهار دی ، دکندهار دسیمي د ولسي شاعرانو په کتار کي دغوره ځای څښتن دی اود خورا سوځنده میني سوزناکه شعرونه یې هر نرم زړه ته لاره پیدا کوي او دکندهار د خوږ آوازي سندرغاړي ارواښاد عبیدالله جان کندهاري د پاسته او خوندور ږغ له لاري زیات پښتانه د ده له شعرونو سره اشنا دي ، دا خوږ ژبی او مین شاعر د ۱۳۷۹ لمریز کال د غبرګلي پر ۲۸ مه نېټه د سرانانو په شېرآغا نومي کمپ کي د شپې پر ۱۲ بجې له دې وراني نړۍ څخه د تلپاتي هغې دنیا پر لور رخصت سو (۳)
ګلبیدار د یوې پوښتني په جواب کي راته وویل چي په خټه کاکړ پښتون یم .
دا د ګلبیدار یوه لویه خوشبختي ده چي ژوندلیک یې راته پاته دی، کنې دکندهاري مکتب زیات شمېر شاعران له ژوندلیکه بې برخي پاتي دي ، نه ورباندي کوم بشپړلیک تر اوسه پوري سوی دی :
ما یووار په (ښکلا) مجله  کي دګلبیدار د دېوان د چاپولو هیله څرګنده کړې وه شکر دی چي زما دا هیله عبدالروف حقیار په عملي او بشپړه توګه سرته ورسوله ، خدای دې اجر ورکړي چي د ګلبیدار دېوان یې پر لوستونکو ولورولو او خدای دي نور پښتانه وتوانوي چي دکندهاري مکتب د نوموړو شاعرانو دېوانونه پر موږ لوستونکو ولوروي ، زما په اند دا دېوان یو اندازه ځکه بشپړ ګڼو چي دا دېوان د یو داسي مستندي کتابچې یاکتابچو رانقل سوی دی چي زیاتي لیکني ګلبیدار په خپل لاس پکي کړي دي  او دا کتابچه د نوموړي سندرغاړي ساکزي ماما ملکیت و او ساکزي ماما به هرکله په کوټه کي دهمدې کتابچې څخه شعرونه راباندي اورول، په دا وروستیو شپوکي ساکزی ماما که څه هم ډېر ضعیف و، خو دخپلي لیونۍ میني او د اوږدې یارانې له کبله به سرانان ته ولاړو دهغې خوا به یې په کتابچه کي په ګلبیدار صاحب نوې غزل یا بل کوم شعرهم نوشته کړی و، ساکزی ماما به ډېر خوشاله و، او دا نوی شعر به یې حتماً په ما اورولو :
یوه ورځ په کوټه کي د سندرغاړي عبدالروف کندهاري سره ناست وم ، ساکزی ماما د سرانان څخه راغلو اود ګلبیدار دا نوې سندره چي په ملتاني راګ کي ویل کیږي راباندي واورېده ، وروسته یې عبدالروف کندهاري ته په کتابچه کي هم ور نوشته کړه ، دګلبیدار دغه دېوان چي اوس ستاسي په لاسونو کي دی تقریباً په بشپړه توګه د همدې ساکزي ماما له کتابچو یا کتابچې رانقل سوی دی :
هغه سندره یا بدله دا ده :
پرتخت ناست دی جانان په ګلشن کي
ورته ځانګي ګلان په ګلشن کي

ساکزي ماما چي به د ګلبیدار د دېوان څه راز ارمان او هیله څرګندوله ، په خپل تحریر کي یې په یوه کتابچه کی داسي هغه پېراګراف لیکلی دی :
دغه د ګلبیدار شعر چي ماته په ژوند کي یادګار راپاته سوی دی ، نوځکه به خاورو بدل نسي ، یعني دناکسو پلاس ورنسي او به زرو بدل سي او کتابونه ځني چاپ سي ، ماکه کتابونه ځني چاپ نکړه زه عاجزه یم ، وس نلرم ، اسحاق زی ماما وایم ۷-۶-۷۹ء .
په کندهاري مکتب کي ملاحسن د تلوکان هندي سبک ته غزل ورټېل کړه هم تصوفي مسایلو دا مهال د کندهاري مکتب غزل ته رجوع وکړه ، په کندهاري مکتب کي غزل تصوفي او ماورایي مسایلو ته د خپل نازک مزاج برخلاف ځکه وقف سوه ، چي د هندي او خراساني سبکونو مخه په ونیسي ، ولي چي هندي او د خراساني سبک غزل په ګدړۍ او خلوت د استهزا سمبول بلل کېده :
همدا مهال فارسي غزل  دربار زښت اغېزمن وساتل ، پښتوغزل د دا ارزښته هم بې برخي وساتل سوه همدا به یې له علتونو یو علت وانګېرو، چي د پښتو دهرعصر غزل دخپل عصر له تقاضو یو اندازه په څنګ ساتل سوې ده ، ماورایي کیفیتونو او تخیلاتي تش ځایونو ته ورټېل سوې ده :
په کندهاري مکتب ( د دې مکتب شاعري اولسي نومول به زیاتوب وي لکه چي دیوې مودې داسي چلند روان دﺉ ) کي د مذهبي او مسلکي اړوپېچ ماورا د ښه شعر ویلو په اساس څو داسي شاهکار نومونه لرو چي د هغه مهال او د دې دورې و غزل ته یې د موضوع او خیال عصریزه پسول ور ډالۍ کړو هم یې زښت هنري توکي ذخیره کړو :
په دیني علومو آراسته شاعران عصریزه ادبي موضوعاتو ته ( دخپل دور د تقاضو په تناظر کي ) وپامېدل ، هم یې د دین د تشهیر موثره ذریعه واګېرله ، دملامحمدعیسیْ شخالزي (وفات نامه) (معراج نامه) او نور اوږده واعظانه حکایتونه دسندري (بدلي) پرته دهغه دور د پلي سوي نظم په فورم کي تخلیق سوي دي هم د کندهاري مکتب (نشرح) دخپل دور د نظم د فورم ځانګړې بېلګه ده .
په کندهاري مکتب څه په مجموعي توګه په پښتوادب کي دا یو دود ګرځېدلی دی ، سندري حتیْ غزل ته هم عنوان غوره کړي ، د دې دا مطلب نه سو چي دعنوان په لرلو یې نظم و نوموو، څنګه چي د ګلبیدار په دېوان کي هم دا ستونځه وینو .
د کندهاري مکتب لېوالتیا او اړتیا په هر پېر کي غزل ته هغه هم د ځانګړي ، توانمندي او د نوي انداز غزل ته پسخېدلې ده ، د سردار مهردل خان په دوره کی حنان بارکزي د داسي توکو د غزل لمن زښت ویړه کړه او راتلونکو ته یې د غزل زمینه په کندهاري مکتب کي ښه مساعده کړه ، وروسته غزل تر یو مخصوصي دورې د عقیدوي مسلک پیرو پاتي سوه ، همدا مهال غزل، سندري یا بدلي ته را وټالېده ، معماتي شاعري تر نوره شاعري مقدسه او د ولس خوښه او غوښتنه ونومول سوه او د شعر مواد د عقیدوي مسلک سره عموماً د عربي ادبیاتو الهامېدل کندهاري مکتب دا توان او پراختیالرله چي د عربي ادبیاتو سره هندي اود خراساني ادبیاتو توکي او نازکخیالۍ په ځان ومني ، هم دفارسي غزل په مقابل کي ځان نور هم سینګار کړی .
د ملاعبدالمنان حیرت دا مشهوره سندره (بدله ) د داغ دهلوي د یومشهوري غزل مرکزي خیال  پامیږي
محبت اول آسانه په نظرراغی
په آخر کي مي نصیب خوني جګر راغی

د هندي سبک فکري میلان حتیْ د آهنګونو کمپوزونه ( بدوین بې دې چي موږ آرین نسل لرونکي یو) د هندي موسیقۍ اروا د ملا عبدالمنان حیرت ، ملامحمدانور کندهاري او ګلبیدار په شاعري اخښلې وینو هغه هم د شنې او زرغونې په مثال  ،همدا ډول ملامیریحییْ،عبدالله معزون،  رحمت الله بابا او ملا عبدالسلام کرزی د عربي ادبیاتو غېزمن تلپاتي نومونه دي .
کندهار چي دفکر ، فلسفې ، دیني علومو او نازکخیالۍ مرکز ګرځېدلی دی ، دعراقي سبک پرته دهندي او خراساني سبک اغېزه یو اندازه زیاته پلي کړې ده ، همدغه لړۍ نن هم په دغه ترتیب روانه ګورو( حافظ، سعدي، جامي په عراقي سبک پوري ټومبلي نومونه دي همدا ډول بیدل، صایب تبریزي، جلال اسیر او ظهوري په هندي سبک تړلي روښانه څېرې دي (۴)
د ګلبیدار په شاعری کی د معنا د سینګار او زېبایش پرته د الفاظو ښایست، موزونیت ، معنویت او د خیال وفکر سپېڅلتیا او ژورتیا، ژوبلي سوي ارواوي لا د ځان طوافګري کړي او د تخیل سندریزي اوښکي د تسکین و جزیرو ته وبلوي، دا هم یو څرګند حقیقت دی چي د ګلبیدار د شاعرۍ ځانګړی ارزښت د نازکخیالۍ سره ،سره د وحدت الوجود مسایل او باریکۍ څېړل او پلي کول دي او د مادي حرصمندۍ په دې برق رفتاره وختونو کي ناقراري ارواوي تصوف او عملي صوفي ازم ته بولي :
حافظ یم چي په یاد مي دی تفسیر د میکدې
بنیاو ګلبیدار یمه فقیر د میکدې
د زړه بلبل مي ږغ کي د توحید د ګل پر ښاخ
داستان د خلیل وایي مدد پیر د میکدې

د تصوف د وروستي پړاو په اړه یې دا څلوریځه ولولۍ :
چي می حال تاته عیان دی و بیان ته حاجت نه سته
درد زما که بې درمان دی و درمان ته حاجت نه سته
پروانه رنګ ګلبیدار یم په صحبت کي خلوت سوی
دل وجان مي د جانان دی و جهان ته حاجت نه سته

دا بیت یې وګورﺉ :
د الس په میو مست ستا محبت کړم برخوردار
حسنِ عشق توحید پرست یم پر ستاره یار زما

دا بیت خو یې انتها کوي :
لمونځ چي کړم د یار د وروځو په محراب کي
ګلبیدار ځان لمبوم د ځان په وینو

دنیا پرېښوول (ترکِ دنیا) ځان ته یوازیتوب غوره کول او دنیا تش یو رنګین افسون انګېرل د ګلبیدار په شاعري کي د پورتني عبارت په دایره کی راځي اود خدای د عاشقانو ارزو او د ژوند مرام خو تش او تش همداوي .
د یو اردو ژبي شاعر په قول شاعر د ښایسته او خوندورو الفاظو(ټکو) په لټون شپه په ځان رڼا ورځ کړي ، خو چي څه مهال ټول خلک بیده سي نو شاعر روڼي سترګي ناست وي :
همدا حال به سل کی سل د ګلبیدار په عملي توګه و:
عاشقان چي نیمه شپه سي دوعا وکي
ګلبیداره ! حبیب غواړي ژړا وکي
د پینځو ورځو میلمه په ادب کښېنه
چي د کور خاوند دي بیا مېلمستیا وکي

مولانا جلال الدین رومی په يوه مثنوي کي وایي :
دکوم څه چي زه طلبګاره یم هغه زښت د زړه د سوځېدلو شی(څیز) دی ، دنړۍ تر ټولو افضل او قیمت بها شی پټ په تیاره کي د شپې د خدای لټون او د وجد حالت دی .
همدا دخدای لټون او د وجد حالت د ګلبیدار تر ټولو نېکو شتمنیو لویه او افضله شتمني ده ، زړه سوځېدل د ګلبیدار د روغ عمر تلوسه او د ژوند د تېرولو یوه رښتینې پیلامه وه :
افرین، پر افرین دی ستا له رویه لمر ختلی
نازنین یو نازنین دی هغه ته یې نازولی
ستادعشق په تېغ شهید زړه شکایت رنګه ګلګون سي
ګلبیدار هسي خونین دی تا پر زړه باندي ویشتلی (۵)

په کندهاري مکتب کي ښاغلي ولي محمد مخلص هم د هغه مقام حقدار دی ، کوم مقام چي په پښتو ادب کي د ارواښاد ملنګ جان په برخه دی ، بلکې د مخلص ځانګړتیا د ملنګ جان په مقابل کي دا ده چي مخلص نظم د عصریزه ژانر په فورم کي تخلیق کړو ولي چي نظم مغربي ژانر دی او مخلص مغربي لټرېچر لوستي و، د نظم په رښتیني مزاج پوهېدلو او نظم یې په کندهاري مکتب کي د عصریز چلند سره بلدولو لپاره فعاله رول ولوبولو، ملي او اجتماعي هم دخلکو مسایل او ټولنیز واقعاتونه  یې په قوي توګه او خلاص ذهن وڅېړل  هم یې انتقادي ریالیزم ته پاملرنه وکړه خو دا ملي روحیه په کندهاري مکتب کي وروسته د پامه واچول سوه دا په څه ؟
ګلبیدار چي د حساس ذهن او دردمن زړه لرونکی یو سپېڅلی شاعر دی چیري هم دا افغاني هوډ او ملي روحیه د پامه نه اچوي ، حتیْ د پښتونخوا ځپلي پښتانه چي د بهټو د ناروا او استبدادي شکنجو په ضد  د حریت او بغاوت بیرغ رپاند ساتلو لپاره په کندهارکي د بابا صاحب په ولسوالۍ کی کمپ جوړ کړو نو یې ګلبیدار مبارزه داسی وستایله :
د پښتونخوا وروڼو زلمیانو استقلال مو مبارک سه
اې د غیرت د غرو زمریانو دا ښه حال مو مبارک سه
د حریت په شنه چمن کي ګلبیدار ثناخوان وایي
د حریت د بڼ طوطیانو زرغون شال مو مبارک سه

ګلبیدار په حریت او ملي استقلال کي د پښتنو عظمت هم افتخار ویني :
استقلال ملي اختر دی مبارک د پښتنو
استقلال زېب و زېور دی ډک تو پک دپښتنو
استقلال شېرین نعمت دی ګلبیدار شکر ګذار
استقلال علم وهنر دی ښه مسلک د پښتنو

د ګلبیدار شعر چي د تخیل او نازک مزاجۍ پرته د نوو هنري توکو الهام اخلي ، همدا ډول په کندهاري مکتب کی د ځانګړي شعري لاری تعقیبولو په اساس حق لري چي داسي ووایي :
نه می شعر په شعر تړلی د بل چا دی
نه مي زړه په مهر پېیلی د بل چا دی
ستاچشمانو ګلبیدار د ځان خپل کړی
نه چشمانو سحر کړی د بل چا دی
د فارسي غزل په ډول رندانه شاعری په کندهاري مکتب کي د فارسي غوندي یو لرغونی دود دی ، رندانه شاعري بېل،بېل ډولونه لري (۱) دمی ، جام او ساقي په اړه شعرونه ویل، د شراب ستاینه کول، میخوري ،میکده ، پیرمغان راننګول(۲) په شیخ ، زاهد ، ملا او محتسب پوري ټوکي کول ، د رندانه شاعرۍ یو ډول دا هم ګورو چي قلندرانه او مستانه شعرونه بیانوي چي دا انداز یې تصوف ته ورته دی(۶)
خیام په خپله یوه رباعي کي داسي وایي :
من می خورم و مخالفان از چپ و راست
گويند مخور باده كه دين را اعدا است
چون دانستم كه می عدوی این است

بالله خورم خون عدو را که روا است
ګلبیدار وایي :
ټول مستان دي که رندان دی خدمتګار دمیخانې دي
ګلبیدار هم په مژګانو میخانه مدام جارو کا

رضي نیشاپوري وایي ، شراب پراته دي، هم مي دلبر ترڅنګ ناست دی او زه دي خمار پاته سم او دعیش او عشرت څخه دي بې برخي واوسم :
شراب حاضر و دلبر ندیم ومن مخمور
چرا نشسته ام ازعشرت و طرب مجور

ګلبیدار وایي :
د میخانې پر در مي سر ایښی تر مرګه پوري
په مرګ مي هم غسل وکفن بس میو جام ساقیا

سراسر په سرو شرابو رنګینه مي سره چوغه سوه
محتسبه ! غصه مه کړه د نصیب څخه نه ځم

د زهد نیال دي وچ لرګی دی چابک سوځي په اور
عشق مي سور اور دی لګولی ګلنار بیا راځم

د رندانه شاعرۍ یو ډول په موسم پوري چورلي سلمان ساوجي وايي ، دسپرلي په موسم کي چي دي وس کار کوي لب د یار ، لبِ جو، لب د جام چي پرې نږدې :
تا توانی مده از کف به بهار ای ساقی
لب جو و لب جام و لب یار ای ساقی

یو بل شاعر وایي :
دسپرلي وریځي اوښکي وروي ، ساقي ګلونه وپاشه او شراب راوړه :
اشک ریزآمده است ابر بهار
ساقیا ګل بریزه باده بیار
حافظ وایي:
زه هیڅکله هم د سپرلي په موسم کي شراب نه سم پرېښوولای ولي چي زه د عقلمندۍ دعوه لرم ، نو به داکار څنګه کوم :
حاشا که من به موسم گل ترک می کنم
من لاف عقل می زنم این کار کی کنم

حافظ یو بل ځای وایي چي ، یو سهار مي دا نیت وکړ چي د توبې ایستلو په خاطر به استخاره کوم اوس چي توبه شکن سپرلی را روان دی نو زه څه کولای سم :
به عزم تو به سحر گفتم استخاره کنم
بهار توبه شکن می رسد چه چاره کنم

د ګلبیدار د دا رندانه غزل څخه دا دوه بیتونه ولولۍ :
توبه ،توبه شکست پیمانه نوش یم ولي
تر سریم تېر عهد مي شباب که را
رشک بتان ستا سپینه خوله سره لبان
حسنِ لذت قند و ګلاب که را

 
ګل به درکړم ګل به راکې ګل په ګل سودا مزه کا
زه دي خپل یم ته مي خپل یې خپل وخپل اشنامزه کا

دسینې په ګل بهار کي ګلبیداره! قصر جوړ که
زلیخا رنګ لېمه فرش که و قدم ته د جانان
ګلبیدار په یوه سندره کي وایي :
موسم د وصل باد بهار دی
خزان د هجر چي ترې فراردی
داسي پسرلی….. غواړم هرګړی
راسه خوشخرامه وایم هرکلی
(سرخوشي ) وایي زه شراب د مستحد او خوند په خاطر نه څښم، بلکې دشراب خورۍ په وسیله زړه له ریا مینځم :
مامی برای لذت مستی نمی خوریم
از باده شستشوی درون از ریا کنیم
(حافظ) وایي که ساقي راباندي د کرم نظر ساتي دا یې حق دی ، ولي چي ماهم ټول عمر د میکدې خدمت کړی دی :
گوشه چشمی اگرساقی بما دارد رواست
عمرها درگوشه ميخانه خدمت كرده ام
ګلبیدار وايي:
ساقي راغی جام په لاس کي خماریانو
خپل ځانونه تر قربان کړﺉ میخوارانو
ګلبیدار چي دل وجان خپل تر جار کړی
وچ کالبد دعشق په برق ګرځي یارانو

د یادولو دي وي چي ګلبیدار په عملي توګه یو سپېڅلی (صوفي) و او د (شراب) کلمه د سپېڅلتیا او اروایي پاکیزګۍ په شالید کي کاروي او دا یې د مقدس عشق د اور توښ دی چي د مغان، میخور، ساقي ، میخانې په اصطلاحاتو ریا پرستان رېږدوي او د استهزا غشي یې په ارواوو، کي ورپیوستوي :
لاس مي ګرېوان د می فروش نیولی
زړه مي پیمان د میونوش راولی
د عشق په جام سو ګلبیدار مستانه
پر لوی سهار یې عقل و هوش بایللی

۱ . ښکلا کندهار دویم کال لومړۍ ګڼه
۲ . کندهار مجله کال ۱۹۷۸ ء
۳ . ښکلا کندهار دویم کال لومړۍ ګڼه: دبشیراحمدکندهاري لیکنه
 ۴. فارسی غزل اور اس  کا ارتقا

۵. کندهار مجله کال ۱۹۷۸ ء
 ۶. فارسی غزل اور اس  کا ارتقا ۱۸۷