کور / تازه خبرونه / کندهار والي: “د ولايتي ادارو تر منځ همږغي د دښمن پر سر بل ستر ګوزار دی”

کندهار والي: “د ولايتي ادارو تر منځ همږغي د دښمن پر سر بل ستر ګوزار دی”

“کندهار افغانستان- په هلمند ولايت کي د يو شمېر ولايتونو تر منځ د همږغۍ جوړي سوي غونډي ته د خبرو پر مهال کندهار والي د ولايتي ادارو تر منځ همږغي د دښمن پر سر د يو بل ګوزار په توګه ياد کړ.
ياده غونډه چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان، د کندهار او ارزګان ولايتونو واليانو، امنيه قوماندانانو، د بهرنيو ځواکونو استازو او د ملي اردو ګڼ شمېر جګپوړو کسانو پکي ګډون درلود ، کندهار والي د ولايتونو تر منځ د همږغۍ په اړه ټينګار وکړ او نننۍ غونډه يې د ولايتونو تر منځ د همږغۍ لپاره مهمه وبلله.
کندهار والي يادې غونډي ته د خبرو پر مهال د کجکي د بند د کارونو د چټکېدو سپارښتنه وکړه او يادونه يې وکړه: ” موږ بايد ډېره هڅه وکړو چي د کجکي د بند د کارونو د چټکتيا تر څنګ د همدې بند هغه عوايد چي وسلوالو طالبانو ته مستقيماً ګټه رسوي، په کلکه يې مخه ونيسو”.
کندهار والي د هغو کسانو کړني له زغمه بهر وبللې چي د خپلو شخصي ګټو تر لاسه کولو له کبله د ټول کندهار برېښنا قطع کوي.
د همږغۍپه دغه غونډه کي د هلمند ولايت دولتي چارواکو د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د امنيتي تدابيرو او عملياتو سربېره د ولايتونو تر څنګ د ګاونډي هيواد پاکستان سره د سرحدي سيمو د ساتلو په اړه هم خبري او بحث وکړ.
د هلمند والي جنرال محمد نعيم بلوڅ هم د ولايتونو تر منځ د همږغۍ په برخه کي د يادو غونډو جوړېدل خورا مهم وبلل.
ښاغلی بلوڅ وايي: ” هلمند، کندهار او اروزګان هغه ولايتونو دي، چي له ګاوندي هيواد پاکستان سره اوږدې سرحدي پولي لري اکثره وخت دښمن له همدې څخه په ګټه اخيستنه را اوړي ناوړه او کرغېړناعمال تر سره کوي”.
نوموړي په يادو سيمو کي په لوړه کچه د پوځي عملياتو تر سره کېدل د دښمن د ځپل کېدو يو بل ستر تاکتيک وباله.
غونډي ته د خبرو پر مهال د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وړانديز وکړ، که چيري د کندهار په څېر په هلمند کي هم د سرحدي سيمو ساتني او څارني ته پاملرنه زياته سي، د نوموړي په باور د هلمند امنيتي حالت به هم په ډراماتيک ډول د سمون اړخ خپل کړي.
د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله خان د کندهار د امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د وړانديز په تاييد د اروزګان ولايت امنيتي حالت هم له هلمند سره تړلی وباله او يادونه يې وکړه که چيري په هلمند کي سرحدي سيمي تر سمي څارني لاندي ونيول سي په خبره يې نه يوازي په هلمند بلکي په اروزګان ولايت کي به هم امنيتي حالت سم سي.
کندهار والي د يادي غونډي په وروستۍ برخه کي يادونه وکړه چي کندهار ولايتي ادارې له ټولو امنيتي مسوولينو سره په همږغۍ د دښمن په وړاندي په کلکه مبارزه وکړه چي په ترڅ کي يې د ښار د نږدې سيمو تر څنګ ليري پرتې سيمي هم د وسلوالو طالبانو له شره پاکي او د کندهار په ټولو ولسواليو کي د سکټوري ادارو څانګي په ښه توګه فعاليت لري. ”
پورته خبر دکندهار ولایت مطبوعاتي دفتر لراوبر ته رالیږلی ؤ.