کندهار : د ښوونکو څخه د سويې ازموينه واخستله سوه

عطاالله محمدي | مارچ 2nd, 2014


په کندهار کي له ٦٠٠ تنو ښوونکو څخه د سويې ازموينه واخيستل سوه
د کندهار په ميخانيکي لېسه کي نږدې له ٦٠٠ نارينه او ښځينه ښوونکو څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د قانون مطابق د سويې ازموينه واخستل سوه.

په دې ازموينه کي نږدې ٦٠٠ تنو ګډون درلود چي پکي تر سلو زياتي ښځي او ٥٠٠ تنه نارينه ول، ياد کسان به تر برياليتوب وروسته د کندهار ښار او ولسواليو په مکاتبو کي د تدريس لپاره وګمارل سي.

د کندهار د پوهني رياست مسوولين وايي، هغه ښوونکي چي لسانسه وي او په دې ازموينه کي بريالي کيږي ورته د مامورينو د قانون مطابق سوپر سکيل معاشونه ورکول کيږي .

دوی زياته کړه چي له دې ازمويني ټول بريالي ښوونکي به تر هغو ښوونکو چي له دې ازمويني نه وي تېر سوي لوړ معاشات ولري او دغه امتياز ورته ددې ازمويني له کبله ورکول کېږي.

او هغه ښوونکي چي په ولسواليو کي تدريس ور کوي، د هغوی امتيازات به ځانګړي او تر نورو زيات وي، او دې ته ورته که ښځينه ښوونکې په ولسواليو کي تدريس کوي ځانګړی امتياز به يې خاوند ته ورکول کېږي.

د يادې ازمويني پر مهال د ولايت مقام، ولايتي شورا، اداري اصلاحاتو، ښځو چارو رياست او د پوهني رياست باصلاحيته استازو پکي ګډون درلود.

د پوهني ياست مسوولين وايي په دې ازموينه کي يې د هر ډول نقل او نورو تخطيو مخه نيولې او ټول کسان به يوازي د خپلو تعليمي وړتياوو او الهى استعدادونو په زور بريالي کېږي.
دا په داسي حال کي ده چي ۱۲۶۵ تنو ښوونکو د ازمويني لپاره نومليکنه کړې وه او د پوهني رياست مسوولين پلان لري چي له پاته نورو ښوونکو څخه هم ازموينه واخيستل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024