کور / تازه خبرونه / دپاکستان طالبانواوربند وکړ

دپاکستان طالبانواوربند وکړ

اسلام اباد دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان د طالبانو د تحريک د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی چې د سوله ییزو خبرو ولاړ بهیر یو ځل بیا پیل شي.د پاکستان دطالبانو تحريک ویاند شاهد الله شاهد په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې په حکومت هم غږ وکړ چې د دوی پرېکړې ته مثبت ځواب ووایي.هغه وویل چې د طالبانو مشرانو خپلو ټولو فعالینو ته لارښونه کړې چې بریدونه بند او پریکړې ته درناوی وکړي.هغه په یوه وینا کې وویل چې د دیني عالمانو په غوښتنه یې د اسلام او پاکستان په ګټه د یوې میاشتې لپاره د اوربند پرېکړه کړې ده.نوموړي زیاته کړه، د حکومت لخوا د طالبانو وړاندیزونو ته مثبت ځواب او د عملي کولو ډاډ یې ورکړی چې د دوی مرکچیانو د سولې د خبرو لپاره حکومتي کمېټې ته رسولي وو.شاهد الله شاهد ادعا وکړه چې طالبانو په ښه نیت حکومت سره د سولې خبرې شروع کړې وې.هغه وویل، حکومت به د طالبانو په پرېکړه غور وکړي او د خبرو په لاره کې به پرمختګ وکړې