طالبانو خپل ۱۲ ملګری له جېله وتښتول
بی بی سي او نور نړیوال خبري آژانسونه راپور ورکوی چی تیره سه شنبه طالبانو د کندهار د محبس څخه خپل ۱۲ ملګري په جعلی توګه راوایستل او آزاد یې کړل ، مګر دا خبر اوس رسنیو ته ورسېد .
د کندهار محلی چارواکی وایی چی د ملی امنیت لخوا د محبس مدیریت ته د ۲۸ کسانو د نومونو لیست ورغلی وو چی باید آزاد سي ځکه چی د هغوی د بند موده پوره سوې وه ، خو په دغو کی د طالبانو ملګرو لاس وهلی وو او ۱۲ هغسی کسان یې پکښی شامل کړي وو چی ملی امنیت یې په نیولو ډیر نازېدل ، لاکن اوس ورڅخه وتښتېدل .
دغه تښتېدلې ډله د مولوي منيب په نوم وه ، چی څه موده مخکی د ملي امنيت له لوري نيول سوې وه او امنيتي ارګانونو يوه لويه لاسته راړونه بلله، چی اوس د محبـس د مدير عبدالباقي لخوا د جعلي ليست په مرسته خوشي سوي او تښتېدلي دي. محلی چارواکی وایی چی پیښه تر تحقیق لاندی ده چی دا چا او څنګه په دې لیست کی لاس وهلی و .
د کندهار د محبس څخه طالبانو څو واره خپل ملګری آزاد کړی دي چی د ۲۰۱۱ د اپریل په وروستیو کی څه کم یو زر طالب بندیان د تونل په ایستلو تښتول سوي وو .