کور / هراړخیز / مهاجر افغانان ولي د ډاکټر غني ملاتړي دي؟

مهاجر افغانان ولي د ډاکټر غني ملاتړي دي؟

ځیني خلګ د انتقاد په رسم وايي چي د اشرف غني د دباندي (مسافر/مهاجر) پلویان ډېر دي. ګواکي هغوی ته دا مهمه نه ده چي اشرف غني یې ګټي که نه. په ټاکنو کي رایه هم نسي ورکولای. دا چي مهاجر افغانان په ټاکنو کي کوم مادي هدف او غرض نه لري نو دا پیغور نه بلکي ویاړ دی.
لاندي علتونو موږ ته دا ویاړ رابخښلی دی:

۱- د هیواد څخه لیري افغانانو ته یوازي افغانستان، د هغه راتلونکی او پرمختګ اهمیت لري. هغوی په وړو او نامشروعو موضوعاتو لکه ولایتپالنه، قومپالنه، قبیله پالنه، ژبنیز تعصباتو او… پسي سر نه ګرځوي.

۲- مسافرو هیوادوالو ته تر بل هر څه یو باسواده او د راتلونکي لپاره یو طرح لرونکی کاندید مهم دی. موږ چي کله د پرمختلونکو او پرمختللو هیوادونو ښېرازۍ ته ګورو او د دوی د پرمختګ او ثبات په اړه فکر کوو نو دا قضاوت کوو چي پر تعلیم، ټيکنالوژي، طبیعي زیرمو او انساني سرمایه باندي پانګونه به مو له دوی او نوري نړۍ سره سیالان کړي.
که خدای مکړه افغانان د ډاکټر اشرف غني غوندي پراخ سواد او سیاسي پوهي لرونکي کس څخه پرته ازمایل سوو، بې کفایتو، په فساد ککړو او د عامو خلګو په وژنو تورنو کسانو ته رایه ورکړي نو یقیني ده چي یو ځل بیا به مو سرنوشت بدنامي، بې عدالتي، بې ثباتي، جنګ، افراطیت او په سلګونو نوري بدمرغۍ وي.

۳- مهاجر هیوادوال تر مقیمو هغو ډیر د اداري فساد، کوکنارو، جنګسالارۍ، طالبیزم او… پدیدو څخه کړیږي. په هیواد کي به دا عادي خبره وي، خو دلته یو لوی شرم او پیغور دی. دلته هره ورځ رسنۍ زموږ د هیواد یو بد او خواشینوونکی خبر خپروي او د ټولو په ذهن کي دا پوښتنه وي چي د دې ناخوښه وضعیت څخه د وتلو لار به څه وي؟ د فعلا لپاره په دې حساس پړاو کي یو سالم او متعهد کس ته رایه به مو لږ تر لږه په راتلونکو دوو دريو کلونو کي د افغانستان انځور ته مثبت بدلون ورکړي.

۴- د مسافرو قضاوت ښايي ځکه ارزښتمن وي چي دوی یو هم د پیسو، چوکۍ یا بل امتیاز په بدل کي کمپاین نه کوي. دا د اشرف غني د ډېری کمپاینرانو امتیاز دی چي رضاکاران دي او هغوی ته یوازي ملي ګټي مهمي دي.

۵- د مسافرۍ او غربت درد یوازي هغوی حسولای سي چي دغه حالت پر راغلی وي. هجرت سخت دی او مهاجر افغانان د داسي شرایطو په تمه دي چي یوه ورځ په هیواد کي ټک او ټوک ختم وي، د انسان سر خوندي وي، هیواد په ښه نامه یاد وي او بلاخره د بیرته ستنېدو امکان را منځته سي.