کور / تازه خبرونه / کندهار:وسلوالو ۱۱ ملکيان یرغمل کړي

کندهار:وسلوالو ۱۱ ملکيان یرغمل کړي

په غورک ولسوالۍ کې وسله والو ١١ مليکان يرغمل کړي دي

د کندهار ولايت په شمالي ولسوالۍ غورک کې وسله والو مخالفينو ١١ ملکيان د دولت سره د تړاو په تور يرغمل کړي دي.

چارواکي وايي، چې ياد کسان نامعلوم ځآى ته وړل سوي، خو دوى يې د موندلو هڅې پيل کړي دي.

دغه کسان، چې د غورک ولسوالۍ مرکز ته تللي وه، د غورک او هلمند سره پر ګډه پوله د موټره کښته کړل سوي او نامعلوم ځاى ته يوړل سوي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دورانى د پېښې د پخلي ترڅنګ وايي، چې امنيتي ځواکونه په سيمه کې د پېښې څېړنه کوي، ترڅو معلومه کړي، چې دغه کسان ولي يرغمل سوي دي.

ويل کېږي، چې د غورک ځينو سيمو ته تازه وسله وال مخالفين راستانه سوي او هلته يې د ځينو بريدونو د کولو تابيا نيولې ده.

غورک ولسوالۍ، چې د کندهار ښار شمال ته په شاوخوا سل کېلو متري کې موقعيت لري، د کندهار د ناامنيو ولسواليو خاکرېز او ميوند تر څنګ د هلمند له سنګين او د اروزګان له دهراود ولسواليو سره پوله لري.

دغه ولسوالۍ، چې څلور کاله د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وه، افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د دولت تر واک لاندې راغله.