کور / تازه خبرونه / اسلام اباد:په نښته او بريد کي د يوه قاضي په ګډون ۱۱کسه مړه ۳۵ ټپيان دي

اسلام اباد:په نښته او بريد کي د يوه قاضي په ګډون ۱۱کسه مړه ۳۵ ټپيان دي

اسلام اباد.:د اسلام اباد د ایف ۸ سیمې دقاضيانو او وکيلانو په څاى کې د څانمرگي بريد او دډزو له امله د یوه قاضي په گډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ ټپيان دي په ټپيانو کې پولیس او میرمنې هم شته .ويل کيږي د دغه برید موخه قاضي رفاقت اعوان ؤ چې په بريد کې وژل شوی دی . دپېښې په ځاي کې نښته شوي او لاسي بمونه هم کارول شوي دي ، ټپیان روغتون ته رسول شوي له بله خوا دپاکستان دطالبانووياند شاهد الله شاهد رسنيو ته څرگنده کړى چې دا بريد دطالبانو له خوا نه دى شوى او د طالبانو ټولې څانگې د خپل مشرملا فضل الله خبره مني طالبانو د اوربند خبره کړې ده او داسلام ابادپه پېښه کې طالبان لاس نه لري .