کور / تازه خبرونه / په هلمند کي پنځه وسلوال وژل سوي

په هلمند کي پنځه وسلوال وژل سوي

هلمند:د عملیاتو په ترڅ کي پنځه وسلوال وژل سوي
د هلمند چارواکي وايې ددې ولایت په ناوې ولسوالۍ کي يې د عملیاتو پر مهال وسلوال وژلي او وسلې يې افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايې دغه عمليات ددې ولايت د ناوې ولسوالۍ اړوند د تريخ ناهورپه سيمه كې ترسره سوي دي چې په پايله كې يې پنځه تنه وسلوال وژل سوي اودوه ميله سپكې وسلې يې امنيتي ځواكونوترلاسه كړی دي.
دده په خبره په دې عملياتوكې امنيتي ځواكونوته هيڅ ډول ځاني اومالي زيان نه دئ اوښتى.
بل پلوپه همدې ورځ ددې ولايت په موسى كلا ولسوالى كې د وسلوالو يوتن قوماندان د دوى پخپل منځي شخړه كې د خپلوملگرولخوا وژل سوى دئ.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم تبصره نده کړې