کور / تازه خبرونه / پکتیکا:ماین چاودني ديوې کورنۍ څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړول

پکتیکا:ماین چاودني ديوې کورنۍ څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړول

دپکتیکا د والی ویاند مخلص افغان وايي نن سهار مهال نهه بجې د پکتيکا ولايت شکين سرحدي ولسوالۍ د سليمانزيو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
هغه وايي چاودنه د ملکي وګړو پر موټر رامنځ ته سوې ،چي له امله يې دوې ښځي وژل سوي او دوه نارینه ټپيان سوي دي
په خبره يې چي ټپيان د پوليسو لخوا د ارګون روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوي دي.
پکتيکا والي محب الله صميم په دې اړه سخته خواشیني ښودلې او وايې (( هر څوک چې بې ګناه ملکي وګړي په شهادت رسوي او يا هم ورته هر ډول جسمي او يا روحي زيان اړوي، د دوی دا کړنې د اسلام او افغانيت سره ښکاره دښمني ده، د هېواد او خاورې دښمنان اوس زمونږ ملکي بې ګناه هېوادوال حتی مېرمنې هم په شهادت رسوي))
د هر کله په څېر د ملکي وګړو ددې پيښي پړه هم کوم چا پر غاړه نده اخيستې.