(داسو ) دافغانانو رګونه زبیښي

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2014


خدای پوهیږی چې لمر له کومې خواراوخوت چې دافغانستان دولت دملی امنیت شوراد مالیې اوباندینیو چارووزارتونو په هاند دافغانستان دملی ګټوساتلو په هکله یو پر وخت ګام پورته کړاو هغه داچې دې شوراله نړیوال بانک نه وغوښتل چې دافغانانو له مشورې اوسلا نه پرته دې د(داسو)دداوبود بند دجوړولو لپاره پاکستان ته پور ورنه کړی ، ځکه ددې بند جوړونه دګډوسیندونودنړیوال کنوانسیون خلاف کاردی .
پاکستان په تیر میلادی کال کې له نړیوال بانک سره هوکړې ته ورسید ،ترڅود۷۰۰میلیونوډالروپه پور ورکونې سره دخیبرپښتونخواایالت دکوهستان ولسوالۍ اړوند داوبوستر بند جوړ کړی چې ، کار به یې سږکال پیل شی ، اټکل شوی چې دا پروژه به۴۳۲۰میګاواټه بریښنا تولید کړی ، داډیم چې دکابل –اندوس سیند پرسر جوړیږی د(داسو)کلی ته څیرمه دافغانستان پولې نه ۷کیلومتره هاخوا چې۷۴کیلومتره ددیامیر باچا له ډیم څخه او۳۵۰کیلو متره له اسلام آباد نه واټن لری ، ددې بند سروې ، مونتاژ اوډیزاین لاله پخوا بشپړ شوی .
داچې دابند به څرنګه دافغانانورګونه وزبیښی ؟ لاندې ټکی دپام وړ بریښئ :
دجیولوژستانو په اند شګلینه ځمکه چې له بنده پورته پرته وی داوبوزیم ډیر ژرښکته غوچوړی(بند) ته غورځوی ، چې دسروبی نه ترداسوپورې ډیری ځمکه همدا جوړښت لری ، په دې توګه دکابل سیند پرسردسروبی بند ججوری۶۳بیلیون متر مکعبه اوبه دی، دداسودبند جوړولوسره داججوری ۲۰،۷۶بیلیون متر مکعبه اوبو ته راټیټدای شی .
بل لامل : هغه دادی چې دسمندر له کچې نه سروبی تر داسوډیر لوړ دی ، نوپه دې حساب له جیولوزیکی لحاظه داوبورغړیدا دزوړ په خوا چې هغه دداسو شاوخوا سیمې دی ،پرلور ده .
یاده دې وی چې اوبه دژوند هغه حیاتی ماده ده چې خدای (ج) پریمانه اوپه وړیا توګه دځمکې دمخ ژویوته ورکړې ، دادژوند سټه اوبنیاد دبشریت دتکامل او پرمختګ لامل هم دی ، هر څومره چې بشریت متمدن کیږی ،هومره داوبو لګښت هم ورسره زیاتیږی .
ماخذونه : اکسپریس تریبیون – دیونسکو انستیتوت : داوبو په هکله لارښوونې – دیپلوماسی آب( سمیربدرود )- دکابل پوهنتون داوبو په هکله راپورونه .

Copyright Larawbar 2007-2024