کور / تازه خبرونه / د اسلام آباد د ځانمرګو حملو تازه جزیات

د اسلام آباد د ځانمرګو حملو تازه جزیات

اسلام اباد:
د اسلام ا باد د ایف ۸ سیمې د قاضيانو او وکيلانو په ځاى کې د ځانمرگي بريد او ډزو له امله د یوه قاضي په گډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د اسلام آباد پولیس وايي په ټپيانو کې پولیس او میرمنې هم شته او ويل کيږي د دغه برید موخه قاضي رفاقت اعوان ؤ چې په بريد کې وژل شوی دی .

راپورونه وايي د پېښې په ځاي کې لومړی وسله والو ډزي کړي وروسته یې لاسي بمونه هم کار کړي دي.

د اسلام آباد پولیس وايي وروسته له هغه چي پولیس سیمي ته ورسېدل حمله کوونکو ځانونه والوزول.
د پاکستان حکومت ویلي کېدای سي د مړیو شمېر تر دې هم لوړ سي، ځکه په ټپیانو کي ځیني یې شدید زخمونه لري.

د قبایلي طالبانو یوه ویاند شاهدالله شاهد رسنیو ته ویلي چي د دوی ډله په دې حمله کي لاس نه لري.
د مولانا فضل الله په مشرۍ د قبایلي طالبانو تحریک دوې ورځي دمخه د پاکستان له حکومت سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ، چي تر هغه وروسته د پاکستان حکومت هم په وزیرستان کي د پوځي عملیاتو د بندېدو حکم وکړ.

د پاکستان حکومت دغه حملې د تروریستان کار بللی، خو کومه ډله یې په دې بریدونو نه ده تورنه کړې.