کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښځو د کرکټ ملي لوبډله غواړي لاريون وکړي

د ښځو د کرکټ ملي لوبډله غواړي لاريون وکړي

د افغانستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د خپلو حقونو څخه د دفاع په موخه او په دې خاطر چې په تېرو درې کلونو کې ددوی حقوقو ته هېڅ پام نه دی شوی، غواړي سبا د سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۴مه نېټه د افغانستان د کرکټ بورډ مخې ته د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې غواړي لاريون تر سره کړي.
په دغه خبري ناسته کې به د افغانستان د کرکټ بورډ د ښځينه ملي لوبډلې لوبډل مشره او مسؤله د کرکټ د ښځينه ملي لوبډلې لوبغاړې او د پارلمان يو شمېر وکيلان هم برخه واخلي.
له تاسو ټولو محترمو رسنيو په درنښت هيله کېږي چې په دغه خبري ناسته کې زموږ سره برخه واخلئ او د ښځو د حقوقو د تر لاسه کولو غږ را سره پورته کړئ.

وخت نن لس بجې
ځای د افغانستان کرکټ بورډ