د قضايي او اجرايوي ارګانو پر همږغۍ ټينګار وسو
عطاالله محمدي
په عدلي او قضايي غونډه کي چي نن تر غرمي مخکي د کندهار والي په مشرۍ د استيناف محکمې د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه پکي د عدلي، قضايي او اجرايوي ارګانونو مشرانو برخه لرله.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا غونډي ته د خبرو پر مهال د عدلي، قضايي او اجرايوي ارګانونو تر منځ د همږۍ د تاکيد تر څنګ وويل چي ولسواليو ته بايد په عدلي او قضايي برخه په شرايطو برابر څارنوالان او قاضيان ژر تر ژره ولېږل سي.
کندهار والي د خپلو خبرو په دوام د جعلي قبالو د جوېړدو، اداري فساد او د مځکو د غاصبينو په اړه هم يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چي قانون بايد پر ټولو په مساوي ډول عملي سي.
په غونډه کي د نورو موضوعاتو تر څنګ د امن د کور موضوع هم مطرح سوه چي په ترڅ کي يې د محاکمو په مشرۍ يو باصلاحيته کمېټې ته چي پکښي د ښځو چارو، امنيه قوماندانۍ، عامې روغتيا رياست، محبس، ملي امنيت، څارنوالي، استيناف څارنوالي، د عدليې رياست، د پوهني رياست، د مدافع وکيلانو نمايندګان يې غړيتوب لري، ته دنده وسپارل سوه چي په دې اړه يوه طرحه جوړه او راتلونکي مجلس ته يې د تاييد او تطبيق لپاره وړاندي کړي.