کور / تازه خبرونه / په بلوچستان ايالت كې شپږ تنه افغانان ونيول شول .

په بلوچستان ايالت كې شپږ تنه افغانان ونيول شول .

د بلوچستان ايالت په چاغي سيمه كې نن سهار د پاكستان سرحدي پوليسو شپږ تنه هغه افغانان ونيول چې غوښتل يې د بلوچستان له لارې ايران ته لاړ شي .

د ځايي پوليسو په وينا دغو افغانانو غوښتل چې له ايران څخه بيا نورو اروپايي هېوادونه ته هم په نا قانونه توګه لاړ شي .

ټول بنديان دا مهال د چاغي په زندان كې تر څارنې لاندې دي .

د يادوونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د ياد شوي ايالت په پنجګور سيمه كې پاكستاني پوليسو يو سل او شپيته تنه افانان له قانون څخه د سرغړونې په تور نيولي وو .