کور / تازه خبرونه / پاكستان د ايتلافي ځواكونو له عملياتو اندېښمن دئ

پاكستان د ايتلافي ځواكونو له عملياتو اندېښمن دئ


د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي وايي له امريكا او ناټو سره د ايتلافي ځواكونو پر عملياتو ږغېږم.
شاه محمود قريشي وايي د پاريس تر نړيوالي غونډي وروسته به له كاندوليزا رايس او د ناټو له عمومي قومندان سره په كتنه كي هغوى ته د ايتلافي ځواكونو د عملياتو په باب د پاكستان اندېښنې څرګندي كړي.
په افغانستان كي مېشتو ايتلافي ځواكونو وروسته له هغه د پاكستاني مقاماتو اندېښنې راوپارولې چي وړمه شپه يې په مومند ايجنسي كي بمبارۍ وكړې او له امله يې يو شمېر كسان مړه او ټپيان سول.
پاكستان وايي د دوى په خاوره كي د ترهګرۍ خلاف جنګ يوازي د پاكستاني حكومت مسئوليت دئ، بل هيواد ته اجازه نسته چي د دوى په خاوره كي عمليات وكړي.
د يادوني وړ ده چي په امريكا كي د متحده ايالاتو سفير حسين حقاني هم نن د موضوع په باب اندېښنه ښودلې ده.