نوى غزل
عظیم ممتاز
شوخې سترګې مې سوالګرې وې ،ته نه وې
كه مې زړه كې وي هم لرې وې ،ته نه وې
او س چې يوه مې په زړه نشته نوته راغلي
چې په زړه مې سل خبرې وې ، ته نه وې
دزړه كورمې له ګلرنګوخالي نه وو
يومې زړه وو زرډبرې وې ،ته نه وې
تېرماښام سرې خولګۍ نجونې بيرته راغلې
په لمنوكې ګورګورې وې ،ته نه وې
هغه شوخه نجلۍ وه خو شوخه نه وه
يودوه نورې يې ملګرې وې ،ته نه وې
تا ونه ليدې خوستا پرپلونوتوې شوې
اوښكې نه وې ملغلرې وې ،ته نه وې
يوشرر سپرلى ګريوان په مخه راغى
نورعالم اغوستې زغرې وې ،ته نه وي