تازه خبر:مارشال محمدقسیم فهیم و مړ – ويډيو
16
د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم د ۵۷ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ سوی دئ.
.
ویل کیږي چي نوموړي له ډېری مودې راهیسي د زړه د ناروغي څخه کړېدئ
بلخوا د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ددې خبر د پخلي تر څنګ پرخپله ټویټر وېبپاڼه لیکلي، چې ”د افغانستان حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی، چې په لړ کې به یې ملي بیرغ د فهیم د مړینې له کبله نیم ځوړند وي.
”
ولسمشر حامدکرزی د مارشال محمد قسیم فهیم پر مړینه خواشني ښودلې او هغه يې لوی مجاهد بللی دئ
باید وویل سي چي فهیم له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال پاتې سوی.
قسیم فهیم په ۱۹۵۷ کال پنجشیر کې د عبدالمتین په کاله کې زیږېدلی و.
.
د مارشال محمد قسیم فهیم د مړني په اړه د ولسمشر حامد کرزي تسلیت
.