کندهار والي د کمپاينرانو سره وکتل

16 | مارچ 11th, 2014


کندهار والي د ولسمشرۍ کانديدانو د ولايتي کمپاين له مشرانو سره وليدل
کندهار والي نن د ولسمشرۍ کانديدانو د کندهار له کمپاين کوونکو سره د ټاکنو د ښه تنظيم او همږغۍ په موخه وليدل.
په هغه غونډه کي چي د کندهار والي د کار په دفتر کې جوړه سوې وه، د کندهار والي تر څنګ د ولسمشرۍ کانديدانو کمپاين کوونکو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس انجنېر عبدالهادي داوري، د ټاکنو د شکايتي کمېسيون کمېشنرانو او امنيتي مسوولينو ګډون کړى و.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په کندهار کي د ولسمشرۍ کانديدانو کمپاين کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، ټول کمپاينران دي د کندهار له ولايتي ادارې سره خپل ځانونه ثبت کړي او اداره بايد د دوى بشپړ معلومات ولري، تر څو ولايتي اداره د دوى د پروګرمونو د ښه تنظيم لپاره همکاره واوسي. والي، ټولو کمپاينرانو ته په ولسواليو کي د امنيت ډاډ ورکړ او تر څنګ يې له دوى څخه وغوښتل، چي د رايو اچوني په ورځ دې ټولو مراکزو ته خپل ناظرين ولېږي، تر څو ټاکني په شفاف ډول ترسره سي. ويسا زياته کړه: “د ولسمشر د ٧٧ ګڼي د فرمان پر اساس هر دولتي مامور د يوې رايي د استعمال حق لري، که څوک د يو خاص کانديد په ګټه کار وکړي، نو کولاى سي په اړه يې اسناد او مدارک د شکاياتو کمېسيون ته ورولېږي.”
والي ټينګار وکړ، چي کمپاينران دي د ښار پاکۍ ته خاصه پاملرنه وکړي، يوازي دي پر هغو ځايونو خپل پوسټران او عکسونه ولګوي، چي د ښاروالۍ له لوري په ښار او ولسواليو کي ورته ځانګړي موقعيتونه ټاکل سوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس انجنېر عبدالهادي داوري په غونډه کي وويل، تر وسه به د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو هڅه کوي. نوموړي له ټولو کمپاينرانو څخه د ښې همږغۍ او اتحاد غوښتنه وکړه. ده زياته کړه: “له انتخاباتو څخه هدف د يو وړ کانديد انتخاب دى، موږ بايد متحد واوسو.”
دغه راز په غونډه کي د ټاکنو د شکايتي کمېسيون کمېشنرانو وويل، که هر څوک د کانديدانو په اړه شکايات لري، دوى دي په جريان کي کړي او که کوم کانديد له دولتي امکاناتو څخه کار اخلي، په ٢٤ ساعتونو کي دي دوى ته خبر ورکړي. دوى وويل، د هر کانديد ناظرين کولاى سي چي دوى ته د رايو د درغليو خبر ورکړي، خو هر شکايت بايد د شواهدو پر بنسټ وسي.
په غونډه کي ولسمشرۍ ته د کانديد قطب الدين هلال کمپاينر وويل، په سپين بولدک ولسوالۍ کي د رايو د کارډونو مرکز نه سته، د ټاکنو کمېسيون بايد بولدک ته خاصه توجه وکړي. دغه راز کمپاينرانو له ولايتي ادارې څخه د دوى د غونډو پر مهال د امنيت نيولو غوښتنه وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024