کور / تازه خبرونه / کندهار:دمحاکمو چارواکي دفساد مخنیوی کوي

کندهار:دمحاکمو چارواکي دفساد مخنیوی کوي

د کندهار محکمې چارواکي د فساد د مخنيوي لپاره د مراجعه کوونکو مرسته غواړي

د کندهار د استناف محکمې چارواکي وايي، چي په قضايي ارګانونو کې د فساد د مخنيوي لپاره يې د پنجشنبې ورځ د خلکو شکايتونو ته ځانګړې کړې، خو څوک شکايت نه ور وړي.

هغوئ د فساد د مخنيوي په برخه کي د خلکو مرسته حتمى بولي او زياتوي، په داسې مواردو کي يې نوم هم پټ ساتي.

د کندهار استناف محکمه، هغه قضايي ارګان، چي خلک پکښي د فساد او درغليو ادعاوي لري.

خو د کندهار د استناف محکمې چارواکي بيا د تل په شان دغه ادعاوي ردوي او وايي، چي خلک ورته خپل شکايتونه نه راوړي.

د استناف محکمې رئيس مولوي عبدالغفار صايم وايي، چي دوى مخکې هم د پنجشنبې ورځ دې ته ځانګړې کړې وه، چي خلک د خپلو کارونو د ځنډ په اړه شکايت ورته وکړي، خو د مياشتو مياشتو تېرېدو وروسته هم چا شکايت ورته ونه کړ.

د بې ګناه انسانانو په بند کې ساتل، د هغوئ دوسيې نه څېړل، د کارونو ځنډول او د کار په مقابل کې د خلکو څخه پيسې اخيستل هغه ستونزې وې، چي په وار وار يې رسنيو ته شکايتونه رسېدلي دي.

خو چارواکي وايي، چي که يو کس ونه غواړي، چي د خپل کار په مقابل کې رشوت ورکړي، نو هيڅکله به قاضي او يا بل مامور د هغوئ څخه د پيسو غوښتنه ونه کړي.

هغه زياته کړه، چي اوس تازه د افغانستان سترې محکمې فرمان صادر کړى، چي بايد د رسنيو په حضور کې په مخامخ ډول د مراجعه کوونکو شکايتونه واروي، خو هيڅوک مراجعه نه کوي.

د استناف محکمې رئيس د خپل دفتر څخه مراجعه کوونکو ته راغلى، ترڅو د هغوئ شکايتونه واخلي، خو هيچا هم شکايت ورته وړاندې نه کړي.

د کندهار د استناف محکمې دغه مقام ومنل، چي په اداره کې يې تر يوه حده فساد سته، خو د مخنيوي لپاره يې د خلکو مرسته وغوښتل.

هغه وويل، چي که څوک د شواهد او اسنادو سره د فساد د يوه مورد خبر ورکړي، نو نه يوازې نوم يې نه افشا کېږي، بلکې کار ته به يې هم په عادي ډول بې له ستونزې سرته رسېږي او فساد کوونکي به رسنيو ته افشا کړي.