کور / تازه خبرونه / طالبان: د سياف دفتر مو ويجاړ کړ

طالبان: د سياف دفتر مو ويجاړ کړ

طالبانو په خپله يوه انټرنيټ رسنۍ کي خبر ورکړى چي د ننګرهار ولايت رودات ولسوالۍ کې يې د سياف د انتخاباتي کمپاين له پاره جوړ شوی دفتر ويجاړ کړ.
انټرنيټ پاڼه ليکي چي دفتر د ولسوالۍ بازار سره نښتی جوړ شوی وو او دوئ بيګا شپه ناوخته ورغلل او وران یې کړ.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه د سياف دفتر کسانو او نه هم افغان چارواکو څه ويلي دي.