کور / تازه خبرونه / د عامي روغتيا او… غونډه وکړه

د عامي روغتيا او… غونډه وکړه

د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست د غونډو په تالار کي د همدې ریاست او خصوصي صحي سکټور تر منځ د همږغۍ غونډه وسوه.
په غونډه کي د کندهار ولایت د عامي روغتیا رئیس، د کوچنیانو او مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا، د طب پوهنځي استادانو، ډاکټرانو او د ټولو خصوصي صحي سکټورونو استازو ګډون کړى و.
د غونډي برخه والو د صحي سکټور ځينې ستونزي يادي کړې او د یو شمېر ناروغیو پر مخنیوي يې هم خپل چمتو سوي معلومات او وړاندیزونه وړاندي کړل.
صحي کارکوونکو وویل، د ناروغیو د تشخیص په برخه کي یې چټکي او دوامداره هڅي کړي او ژمن دي چي د صحت په برخه کي د ستونزو د مخنیوي په موخه نور هم کوټلي ګامونه واخلي، تر څو هیوادوال د ناروغیو د تشخیص په موخه نورو هیوادونو ته ولاړ نه سي.
هغوی دغه راز وویل، ناروغان باید د هررنګه ناروغۍ په پیل کي ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو ناروغي یې ژر او په پوره توګه تشخیص سوې وي.
دوى وويل، د خصوصي صحي سکټور او د عامي روغتیا ریاست د صحي کارونو د همږغۍ په موخه باید هر رنګه مرستي او همکارۍ وسي، تر څو خلکو ته ښه او پر وخت خدمات وړاندي سوي وي.
دا په داسي حال کي ده چي د عامي روغتیا ریاست له خصوصي صحي سکتور سره د صحي ستونزو د مخنیوي او لاسمون په موخه هره میاشت غونډي کوي.